غزل / عبدالباري جهاني
د وطن بخت به بیدار سي زه او ته به دواړه نه یو
توري شپې به یې سهار سي زه او ته به دواړه نه یو
چي د وصل انتظار یې زموږ زلمي کلونه لوټ کړل
هغه ناوې به سینګار سي زه او ته به دواړه نه یو
ډلي ډلي رقیبان به مختورن له ښاره وزي
څوک په دار څوک به سنګسار سي زه او ته به دواړه نه یو
شین اسمان به شپې سهار کي د ګُلونو په وېشلو
خړ دښتونه به ګُلزار سي زه او ته به دواړه نه یو
په یوه ژبه به وایي حماسې د هسکو غرونو
خپل پلټن خپل به سالار سي زه او ته به دواړه نه یو
له غاټوله د مزار به تر انار د کندهاره
جوړ د سرو ګلونو هار سي زه او ته به دواړه نه یو
راژوندۍ به دا کوڅې سي د میخورو له مستیو
محتسب به خوار و زار سي زه او ته به دواړه نه یو
شین خالۍ نجوني به ژاړي مسافرجانان به غواړي
کندهار به شالمار سي زه او ته به دواړه نه یو
ړوند به پورته سي له خاورو شل به سپور کي په اوږو کي
دابې لاري به پر لار سي زه او ته به دواړه نه یو
د حیات مرهم به ګرځي د پېړیو پر زخمونو
روغ د عُمر به پرهار سي زه او ته به دواړه نه یو
نور به نه وهي په تورو د خواږه تربور لاسونه
اولسونه به هوښیار سي زه او ته به دواړه نه یو
له مطرب سره به ناڅي جهاني مستي سندري
لېونی به یې هر تار سي زه او ته به دواړه نه یو.
عبدالباري جهاني
د ۱۳۹۵کال، د ثور یوولسمه، کابل، وزیر اکبرخان مېنه.