شین چای مو غاښونه له خرابېدو ژغوري
د شین چای په څښلو افغانان له ماشومتوبه روږدي وي. وروسته داسې حالت ته ورسیږي، چې که شین چای نه وي، ورځني کارونه یې په سمه توګه مخ پر وړاندې نه ځي. شین چای يې د ستړیا د ختمولو، سر درد لرې کولو او نورو ډيرو مرضونو لپاره اغېزمن وي.
پر دې سربېره شین چای کې بلا نورې ډيرې ګټې هم شته دی. په برتانیه کې شوې طبي تحقیق ثابته کړې چې چای د فلورایډ د ترلاسه کولو لپاره یوه طبیعي وسیله ده چې د غاښونو سطحه قوي کوي او له خرابولو يې ژغوري.
دغه څېړنه چې په نیوټریشن بیلټن اونیزې مجله کې خپره شوې، په کې ویل شوي چې د ورځې په بر کې د شیدو پرته، چای څښلو څخه دومره فلورایډ ترلاسه کیږي چې د غاښونو د صحت لپاره اړین وي.
د څېړنې له مخې په یوه کیلو شین چای کې ۲۳۰۰ ملي ګرامه فلورایډ وي چې د بېلابېلا کمپنیو لخوا جوړ شوي چای کې بیا دغه اندازه جلا وي.
څېړونکي وايي چې خلک باید له شیدو پرته د چای څکلو عادت جوړ کړي ځکه دې سره د غاښونو لپاره ګټور فلورایډ د بدن برخه ګرځي.
همدا راز شین چای د خولې بدبويۍ په لمنځه وړلو کې هم اغېزمن دی.
خو څېړونکي دا هم وايي چې د چای ډیر زیات څښل بیا غاښونو او هډوکو لپاره مضر هم دي، ځکه ډیر انداز فلورایډ تباه کوونکي هم ثابتیدای شي.