ټکنالوجي

په هوټلونو کې ولې ۴۲۰ نمبر خونه نه وي؟

د نړۍ ځينې ستر او مشهوره هوټلونه ۴۲۰نمبر کوټه نه لري. د دې لامل څه دی؟ او په ۴۲۰نمبر کې څه ستونزه ده چې د هوټل څښتنان ترې تښتي؟

د دې لامل دا دی چې په نړيواله سطحه ۴۲۰نمبر د ضررناکو بوټو د څښولو، یا د بنګو د څښولو نړيوال رمز او راز بلل کېږي، ځکه خو نړيوال هوټلونه غواړي له دې عدده ځان وساتي تر څو له بنګ څښوونکو څخه لرې واوسي او دا ستونزه يې حل کړې وي.

د انګلستان مېرر ورځپاڼه ليکي چې ډېری هوټلونه له دغه نمبر څخه تښتي، تر څو د بنګو او چرسو د څښوونکو له شره ځان خلاص کړي.

ځينې نور هوټلونه بيا ۴۲۰ نمبر کوټه لري، خو دغه نمبر يې پرې نه دی ليکلی، بلکې داسې يې ليکلي وي: ۴۱۹+۱ چې دا هم د څلور سوه او شل معنا ورکوي. ځينو نورو هوټلو نو بيا د ۴۲۰ له نمبر څخه استفاده کړې او همدا يې پرې ليکلي، خو مجبور شوي چې پر دروازه وليکي چې دلته د سګرټ څښولو اجازه نه شته.

له ۴۲۰ نمبر سره دغه ستونزه هغه مهال رامنځ ته شوه چې په ۱۹۷۰م کلونو کې د کلفورنيا پوهنتون کې ځينو محصلينو د چرس څښولو له پاره ۴:۲۰ بجې وعده کړې وه چې د مشهور کيميا پوه، لويس باستر له مجسمې سره به راغونډېږي. وروسته دغه رمز په ۴۲۰ لويس باندې مشهور شو. ورو ورو دا نمبر د چرسو په نړيوال رمز وپېژندل شو.

پاتې دې نه وي چې زموږ په ټولنه کې هم د ۴۲۰ شمېره ښو خلکو ته نه استعمالېږي. عموماً چالاکو يا فرېبکاره کسانو ته استعمالېږي، خو پر چرسيانو پروې محدوده نه ده.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button