افغانستانسلايډ

بې پولې ډاکټران: د مجرم قضاوت د منلو وړ نه دی

بې پولې ډاکترانو د امریکايي ځواکونو له خوا په کندوز کې پر روغتون د بمبارۍ د څېړنو د خپراوي په تړاو خپل لومړنی غبرګون خپور کړی دی.

د بې پولې ډاکترانو لخوا خپره شوې خبرپاڼه وايي چې دا ډیره ټکان ورکوونکې ده چې امریکايي ځواکونو په یوه ځای برید کوي خو «د هدف په نښه کولو لپاره نه سترګې لري، نه هم د هغو سیمو لست لري چې بمبار نه شي».

خبرپاڼه د امریکايي ځواکونو د څېړنو په اړه تعجب ښکاره کوي او وايي، داسې ښکاري چې د ۳۰ کسانو وژل او د سلګونه نورو له روغتیايي خدمتونو څخه محرومېدل له دې کبله وو، چې د بې پولې ډاکترانو روغتون په «اټکل» د برید د هدف ته ورته و.

بې پولو ډاکترانو د کندوز پر روغتون بمباري یوه «فاحشه تېروتنه» او د جګړې د قانون خلاف بللې ده. دوی یو ځل بیا پر نړیوالو غږ کړی چې د کندوز د روغتون پېښه دې د یوه بې پرې او ازاد کميسیون له خوا وڅېړل شي.

دوی ویلي چې د جګړې د طرفونو په واسطه د دغې پېښې څېړنې د منلو وړ نه دي.kunduz hospital 2

امریکايي ځواکونو همدا راز په کندوز کې پر روغتون د بمبار پلټنې پنځه مخیز رپوټ کې په ښکاره بښنه نه ده غوښتې.

د بې پولې ډاکترانو ادعا کړې چې امریکا له دوی سره راپور نه دی شریک کړی او دوی هم د نورو عامو وګړو په څېر د رسنیو له لارې خبر شوي دي.

کندوز کې د بې پولې ډاکترانو پر روغتون د بمبارۍ راپور تېره ورځ امریکايي ځواکونو خپور کړ. دوی په دغه روغتون بمباري یوه تېروتنه ګڼلې وه او په وینا يې دغه بمباري یې د افغان ځواکونو لخوا د ورکړل شوو معلوماتو پر بنسټ کړې وه. د دفاع وزارت ویاند هغه مهال منلې وه چې دوی له امریکایانو د بمبار غوښتنه کړې وه. kunduz hospital

د بې پولې ډاکترانو پر روغتون په بمبارۍ کې ۳۱ تنه ډاکتران او ناروغان ووژل شول او ۲۸ نور ټپیان شول.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button