سلايډسيمه او نړۍ

امريکا کې ځانوژنې زور اخيستی

د امريکا د ناروغيو د کنټرول او مخنيوي ادارې تازه راپور ښودلې ده، چې د ۱۹۹۹ او ۲۰۱۴ز تر منځ پنځلسو کلونو کې د ځان وژنو پېښو کې څلرويشت سلنه زياتوالی راغلی.

راپور څرگنده کړې ده، چې له ۲۰۰۶ز وروسته امريکا کې د ځانوژنې پېښو کې ځانگړی ډېروالی راغلی چې په وروستيو کلونو کې يې کچه لا پسې پورته شوې ده.

د راپور پر اساس يوازې ۲۰۱۴ز کې امريکا کې نږدې درې څلوېښت زره کسانو ځانوژنه کړې چې څه له پاسه درې دېرش زره يې سړي او پاتې نورې مېرمنې دي. دغه شمېره په ۱۹۹۹ شاوخوا نهه ويشت زره وه.

سرچينه وايي، پخوانيو شمېرنو ښوده چې امريکا کې ډېری ځانوژنې نارينه کوي، خو وروستۍ شمېرنې د دې برعکس د مېرمنو ځانوژنه ډېره ښيي.

د ادارې په وينا هيښوونکې دا ده، چې له پنځه اتيا سلنه پورته وگړي په ډزو ځانونه وژني او پاتې نور له بېلا بېلو لار کار اخلي.

خو سرچينه په دې اړه نه ده غږېدلې، چې امريکا کې د ځانوژنې د کچې د پورته والي او د ځانوژنې لاملونه څه دي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button