افغانستانسلايډ

«طالبانو د ښوونکو د حقوقو د ورکړې غوښتنه کړې»

د بدخشان د ښوونې او روزنې چارواکو څرگنده کړې ده، چې وسله والو طالبانو ترې وردوج او يمگان ولسواليو کې د ښوونځيو پرانيستلو او د ښوونکو د حقوقو د ورکړې غوښتنه کړې ده. وردوج او يمگان له تېر کال راهيسې د وسله والو طالبانو په ولکه کې دي.

د بدخشان د ښوونې او روزنې رياست سرپرست مولانا عبد الحي انتظامي بي بي سي سره خبرو کې ويلي، دولت له دې امله په دې دوه ولسواليو کې د ښوونځيو ملاتړ نه شي کولی، چې هلته طالبان دي.

نوموړی زیاتوي، له وردوجه د طالبانو استازي ورسره اړيکه نيولې وه او ډاډ يې ورکړی، چې طالبان د ښوونځيو فعالېدو سره کومه ستونزه نه لري.

خو ښاغلی انتظامي وايي، د دولت ځايي چارواکي دې ولسواليو کې شتون نه لري او دولت نه شي کولی د ښوونې او روزنې بهير وڅاري، ځکه نو د ولسواليو د ښوونکو حقوق هم نه شي ورکولی.

طالبانو له دې وړاندې په نورو ولايتونو کې هم له چارواکو ورته غوښتنې کړي او دغو چارواکو ويلي، طالبان ښوونيز نصاب کې لاسوهنه نه کوي، خو د بدخشان د ښوونې او روزنې رييس وايي، طالبانو داسې مضمونونه نصاب کې ننويستي دي، چې دولت ته د منلو وړ نه دي او د زده‌کوونکو اطلاع نامو کې يې نه ثبتوي.

د افغانستان د ښوونې او روزنې وزارت اطلاعاتي رييس کبير حقمل وايي، د حقوقو ورکړه په دې پورې تړلې ده، چې د ښوونې او روزنې بهير د همدې رياست تر څار لاندې وي. ځکه نو دولت هغو سيمو کې دغه حقوق نه شي ورکولی، چېرې چې د ښوونې او روزنې بهير نه شي څارلی.

د وردوج ښوونکي وایي، پنځه مياشتې يې خپل تنخواوې او نور حقوق نه دي ترلاسه کړي، خو اوس طالبانو اړ کړي دي، چې خپلو دندو ته دوام ورکړي.

د ځایي سرچينو له خبر سره سم وردوج کې ښوونځيو ته د ښوونکو د نه تگ له امله اوولس زره کوچنيان او پنځه سوه ښوونکي په کور ناست وو.

د يمگان د ښوونې او روزنې مسوول زمان الدين رحيمي بيا وايي، طالبانو دغه ولسوالۍ کې ښوونځي پرانيستي دي، ښوونکي يې راټول کړي او درسونه پيل دي، خو دولت له پنځو مياشتو راهيسې د ښوونکو حقوق نه ورکوي.

د دواړو ولسواليو اوسېدونکو پر دولت غږ کړی، چې د طالبانو دغې غوښتنې ته هو ووايي او د ښوونکو حقوق ورکړي، څو د زده‌کړو بهير په ټپه ونه درېږي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button