افغانستانسلايډ

پاکستان د سولې بهير د بيا پيلولو ډاډ ورکړی

د هيواد پلازمېنه کابل کې د وسله والو طالبانو له وروستي مرگوني بريد وروسته گڼ شمېر افغان چارواکو له طالب وسله والو سره د سولې د خبرو د پرېکون اعلان وکړ او څرگنده يې کړه، چې له دې وروسته به پرېکړه يوازې د جگړې له لارې کېږي.

ولسمشر غني د دې پېښې په غبرگون کې وويل، جگړه يې لومړيتوب دی او د سولې په اړه به وروسته غور کېږي. ياده پېښه کې د ملي امنيت گڼ شمېر مامورين ووژل شول او پر امنيتي کسانو سربېره ولسي وگړو ته هم زيان واوښت.

خو د کډوالو او راستنېدوکو چارو وزارت وزير سيد حسين عالمي بلخي نن د پاکستان د لومړي وزير له سلاکار سرتاج عزيز سره له خبرو وروسته وويل: «هغوی موږ ته ډاډ راکړ، چې تر يوې بلې مياشتې به د سولې پروسه له سره پيل شي او دا کار به خپل هيواد ته د افغان کډوالو په بېرته ستنېدو کې اغېزمن وي».

له دې وړاندې د سولې پروسې د غونډو په ترڅ کې ټاکل شوې وه، روانه مياشت کې د څلور اړخيزې کمېټې يوه بله غونډه وشي، خو د وسله والو طالبانو انکار دغه کار ټکنی کړ.

ښاغلی بلخي پاکستان ته د افغان کډوالو د ستونزو د اوارولو په موخه په سفر تللی او پاکستاني چارواکو سره يې د افغانانو د ورستيو شکايتونو په اړه خبرې کړې دي. د پاکستان د کډوالو وزير عبد القادر بلوچ ويلي، خپل افغان سيال ته يې د دې ستونزو د اوارولو ډاډ ورکړی دی.

بل لور ته افغان چارواکو لا په دې اړه خپل دريځ کې کوم بدلون نه دی ښودلی او څرگنده نه ده چې حکومت به بيا هم د سولې خبرو ته وروگرځي او که د وسله والو مخالفينو پر ضد به يوازې پر جگړه ټينگار وکړي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button