د سمنگان چارواکو د دره صوف پايين ولسوالۍ د سقوط وېره څرگنده کړې ده. هغوی وايي وسله والو مخالفينو نن د دې ولسوالۍ او بلخ تر منځ لاره تړلې ده.
د سمنگان د ولايتي شورا يو غړی محمد قدير بسيج رسنيو ته وويل، امنيتي ځواکونو هلته له وسله والو طالبانو سره نښته هم کړې، چې په ترڅ کې يې يو پوليس وژل شوی دی. نوموړي زياته کړې ده، اوسمهال د دې ولسوالۍ او مزار شريف ترمنځ لويه لار تړل شوې ده.
ښاغلی قدير وايي، د دره صوف پايين او بالا ولسواليو له مرکزونو سره تړلې لارې له يو کال راهيسې د طالبانو له لوري تړل شوې وې او د مزار شريف او دې ولسواليو تر منځ له لويې لارې کار اخيستل کېده، خو اوس د طالبانو له لوري دغه لار هم وتړل شوه.
د ولايتي شورا دغه غړی وایي، دره صوف پايين کې تر درې سوو طالبانو راټول شوي او که تازه دمي امنيتي ځواکونه ولسوالۍ ته و نه لېږل شي، ولسوالۍ به سقوط وکړي.
د دره صوف پايين ولسوال فخر الدين مبارز هم دې ولسوالۍ کې د امنيتي ځواکونو او طالبانو تر منځ د نښتو پخلی کړی او زياته کړې يې ده، چې موضوع يې بيا بيا له والي او امنيه قوماندان سره شريکه کړې ده، خو تر اوسه يې په اړه هيڅ گام نه دی اخيستل شوی.
ولسوال هم وايي، که تر څو ورځو نور امنيتي ځواکونه ونه لېږل شي، وسله وال مخالفين به ولسوالۍ ونيسي.
د کورنيو چارو او دفاع وزارتونو چارواکو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.