سلايډسيمه او نړۍ

روسيې د ترکيې د مرستو پر موټرو بمبار کړی

روسي الوتکو سوريه کې د ترکيې هغه موټر بمبار کړي دي، چې د سوريې بې ځايه شويو خلکو ته يې مرسته رسوله.

اناضول خبري اژانس د راپور له مخې روسي الوتکو پر غذايي توکو بار د ترکيې ۲۰ موټر تر بمبار لاندې نيولي.

په بمبار کې لږ تر لږه ۷ تنه وژل شوي دي او ۱۰ نور ټپيان دي، چې د ځينو روغتيايي حالت د اندېښنې وړ ښودل شوی دی.

روسيې دغه بمبار وروسته له هغه کړی، چې تېره ورځ د ترکيې هوايي ځواک يوه روسۍ الوتکه له دې امله راوغورځوله چې ګوندې د ترکيې هوايي حريم ته داخله شوې ده.

ترکيې ويلي و، سره له دې چې روسي الوتکې ته يې ۱۰ واره ګواښ وکړ، خو د سرغړونې په صورت کې يې الوتکه په نښه کړه.

په ياده پېښه کې يو روسی پيلوټ ووژل شو.

د ترکيې لوړپوړو چارواکو ټينګار کړی، چې الوتکه يې د دې هېواد په داخل کې په نښه کړې ده او په راتلونکې کې به هم له ورته اقدامه صرفه ونه کړي.

خو روسيې د ترکيې دغه دعوه رد کړه او زياته يې کړه، چې الوتکه يې د سوريې په هوا کې په نښه شوې ده.

روسي چارواکو د توند غبرګونو په لړ کې وويل، چې دا يو پلان شوی کار و او د دواړو هېوادو پر اړيکو به ژور منفي اغېز وکړي.

روسيې له دې سره سره هم ويلي و، چې له ترکيې سره به د يادې لانجې پر سر په جګړه کې ښکېل نه شي.

خو تازه راپورونه څرګندوي، چې روسي الوتکو نن د ترکيې پولې ته نږدې د سوريې په خاوره کې هغه ۲۰ موټر بمبار کړي دي، چې د سوريې بې ځايه شويو ته يې مرستې وړلې.

ځايي سرچينې وايي، چې دغه پر مرستو بار موټران په ګراج کې ولاړ په نښه شوي دي، چې هغه يو غير نظامي ځای ګڼل کېږي او هيڅ نظامي فعاليت هلته نه تر سترګو کېږي.

دواړو هېوادونو لا د دې پېښې په اړه په رسمي ډول څه نه دي ويلي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button