ټکنالوجي

په نړۍ کې مو ورک خپلوان څنګه پيدا کوئ؟ (نوې طريقه)

په دې نړۍ کې ډېری داسې خلک شته چې له خپلو خپلوانو سره پرې شوي دي او غواړي چې بېرته ورسره اړيکه ټينګه کړي. افغانستان هم استثنا نه دی، بلکې تېرو بدلونو کې ډېر افغانان ورک شوی او آن لا اوس يې هم درک نه شته.

دغه راز ځينې دوستان د وخت په تېرېدو سره پرې شوي دي. اوس په انټرنټ کې داسې خدمات هم رامنځ ته شوي چې د پرې شويو او ورکو شويو کورنيو غړي سره بېرته تړي.

د دغو خدماتو د ترلاسه کولو له پاره کولای شئ په انټرنټ کې “forebears.io” انټرنټي پاڼې ته سر ورښکاره کړئ او له دغه ځایه د خپلې کورنۍ له نامعلومو کسانو سره د تړلو هڅه پيل کړئ. په دغه پاڼه کې تاسې د خپلې کورني نوم له لارې څېړنه کوئ او له دغې لارې ستاسې د کورنۍ غړي موندلای شئ. البته څېړنه په انګليسي ژبه ترسره کېدای شي.

ويل کېږي چې تر اوسه پورې د دغې انټرنټي پاڼې پايلې مثبتې دي او د کورنيو غړي يې سره نښلولي دي. پاتې دې نه وي چې ياده پاڼه هر چا ته، پرته له لګښته د څېړنو او خپلوانو موندلو اجازه ورکوي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button