د افغانستان د کورنيو چارو وزارت له لوري د ملي اردو نيول شوي عسکر منلې ده، چې څلور کاله وړاندې يې دوه امريکايي سلاکاران ووژل. د کورنيو چارو وزارت وياند صديق صديقي پرون رسنيو ته وويل، دغه عسکر يې د دوو امریکايي سلاکارانو له وژنې څلور کاله وروسته د باميانو په يکاولنگ ولسوالۍ کې نيولی دی.
نيول شوی عسکر عبد الصبور نومېږي، نوموړی په يوې تازه وېډيو کې –چې لاس تړلی ښکاري- د پېښې په اړه غږېږي او وايي: «زه د اوپرياسون دفتر د مديريت يو غړی وم، کله چې دوی د بگرام هوايي اډه کې د الله کتاب په اور وسېزه، دغه وخت و نور مې له وسه پوره نه شوه».
عبد الصبور زياتوي: «خپل عادي حالت مې کنټرول نه کړای شو، هغه وسله چې را سره وه، ځان سره مې واخيسته او د دوی د کار دفتر ته ورغلم، دوه تنه يې ناست و، دواړه مې ووژل».
نوموړي پر بهرنيانو د نيوکې په توگه وويل: «دوی چې له کومې ورځې زموږ پر خاوره قدمونه ايښي، دې خاورې ته يې کوم خدمت کړی؟ کومه سمه لاسته راوړنه لري؟». عبد الصبور زياتوي، په همدې دليل مې په دې کار لاس پورې کړ، «او د الله شکر ادا کوم، چې تر اوسه هم کامياب پر مخ تللی يم او له دې وروسته هم».
د هغه په وينا که د دې کار په بدل کې يې سر هم ولاړ شي، وېره نه لري او د الله زر واره شکر ادا کوي.
معلومه نه ده، چې د ملي يووالي حکومت به د دوو امريکايي سلاکارانو وژونکي عسکر ته کومه سزا وټاکي، خو حکومت له دې وړاندې د ورته پېښو عاملين اعدام کړي دي، چې له امله يې د افغانانو غصه راپارېدلې وه.
كه دتش په نامه ملى يو والي حكومت داكس مجرم ثابت كري او ورته سزا وتاكى د ابه اسلام او افغان قوم سره لويه جفا وي