خبرونهسلايډ

سیلابونو د هېواد په گڼو برخو کې د ۲۸ تنو ژوند اخیستی

د وروستیو تېزو ورښتونو له امله د هېواد په ډېری برخو کې انساني او مالي زیانونه اوښتي دي. راپورونه زیاتوي چې ډېری انساني زیانونه په بادغیس او مالي زیانونه د دایکندي ولایت اوسېدونکو ته اوښتي دي.

تېره ورځ د هېواد په شمال او ختیځو ولایتونو کې په ډېره کچه باران او ږلۍ ورېدلې ده. د بادغیس د سیمه‌ایزو راپورونو له مخې یوازې په دې ولایت کې د سیلابونو له امله ۲۵ تنه مړه دي چې په دوی کې یوه زنانه او ماشوم هم شامل دي.

د بادغیس ولایت د پولیسو قومندان عبدالروف تاج رسنیو ته ویلي چې د جوند په ولسوالۍ کې ۸ تنه، اب کمري کې ۴ تنه او په سنگ اتش کې ۱۳ تنه د دې سیلابونو له امله مړه دي.

تاج همدارنگه زیاته کړه چې د سیمې اوسېدونکو د پولیسو په مرسته د مړو جسدونه پیدا کړي دي. د بادغیس والي هم له مرستندویه اداراتو څخه غوښتنه کړې چې د سیلاب قربانیانو سره مرسته وکړي.

د بلخ ولایت د طبیعي پېښو سره د مبارزې مشر رحمت الله زاهد رسنیو ته ویلي چې په بلخ کې د سیلابونو له امله ۸۰ کورونو ته زیانونه اوښتي او درې تنه مړه دي.

د زاهد په وینا د زیان اوښتونکو د پېژندنې او مرستې رسونې لپاره د دې ادارې له لوري کار روان دی. بل لوري ته د دایگندي ولایت کې د ږلۍ د ورښت له کبله د کروندگرو ۵۰ کرونده له منځه تللي دي چې روان کال کې به دوی د غنمو او نورو کرهنیزو توکو له کمي سره مخ شي.

Related Articles

Back to top button