شعر
غزل / احمدي
ورځ کې خو یو سات لرو،که نه لرو؟
وخت د ملاقات لرو،که نه لرو؟
خیر که د خوښیو درک نه لگي
غم خو بیخي زیات لرو،که نه لرو؟
ته یې،شعر دی،زلفې دي او شونډې دي
نوي روایات لرو،که نه لرو؟
خان دی مگر لا په دې خبر نه دی
کلي کې جومات لرو،که نه لرو؟
ولې تل د بل په خوښه ژوند وکړو؟
ځان ته خواهشات لرو،که نه لرو؟
جنگ،نفاق،غربت او ناپوهۍ په سر
نور څه مشکلات لرو،که نه لرو؟
ژونده! چې د مرگ مقابله وکړو
دومره امکانات لرو،که نه لرو؟
هم ترخه ضمیره هم خوږه ژبه
زهر لرو،شات لرو،که نه لرو؟
—————
ضمیر(احمدي)