نن د چهارشنبې ورځ د اردن حکومت د اخوان المسلمین فعالیتونه غیرې قانوني اعلان او د دوی دفترونه یې وتړل. د اخوان المسلمین گوند وکیل رسنیو ته وویل چې حکومت نن د اخوان المسلمین دفترونه وتړل او د فعالیت اجازه یې پرې بنده کړه.
د اردن حکومت وايي چې د سیمې وروستیو سیاسي کړکیچونو ته په کتو سره مو د اخوان المسلمین دفترونه بند کړل. د فرانس پریس رسنۍ په وینا د اردن د پلازمېنې مسقط امنیتي مشر دا پرېکړه کړې چې نور د اخوان المسلمین کړنې غیرې قانوني دي او دوی د اردن د گوندونو د نوي قانون مطابق نور د فعالیت حق نه لري.
اخواني مشران وايي چې د اردن حکومت وېره لري چې د راتلونکي کال پارلماني ټاکنو کې به اخوان المسلمین گوند برخه واخلي او راتلونکي حکومت ته به ستونزې جوړې کړي. اخوان المسلمین تېرې پارلماني ټاکنې تحریم اعلان کړې وې او له خلکو يې غوښتي وو چې په ټاکنو کې برخه وانخلي.
اردن کې اخوان المسلمین گوند ډېر نفوذ لري او حکومت یې په ډېرو برخو کې ډېر ننگولی دی.