افغانستان کې شوې يوې نظر پوښتنې په ډاگه کړې ده، چې ډېری خلک د ولسي جرگې د غړو له کړنو ناخوښ دي. دغه تازه سروې د افغانستان په څلور دېرش ولايتونو کې ترسره شوې ده.
د سروې ترسره کوونکی (فوکس بنسټ) وايي، سروې کې له لس زرو ډېرو کسانو سره مرکې شوې دي، چې دوه پنځوس سلنه خلکو ويلي، په راتلونکو پارلماني ټاکنو کې به ونډه وانخلي.
دا په داسې حال کې ده، چې د افغانستان په ځينو ولايتونو د ولسي جرگې او ولايتي شوراگانو د غړو پر ضد لاريونونه روان دي او خلک وايي، د دې جرگې او ولايتي شوراگانو غړي د دوی استازيتوب نه شي کولی.
د فوکس بنسټ نظر پوښتنې ښودلې، چې په پوښتل شويو کې اوه اتيا سلنه کسانو د ولسي جرگې د غړو له کاره ناخوښي ښودلې ده.
د ولسي جرگې پر غړو وخت ناوخت په سترو غير قانوني کړنو کې د ښکېلتيا تورونه لگېږي، خو د جرگې هر غړی دغه تورونه ردوي.
ولسي جرگه دا مني، چې پر وکيلانو يې نيوکې شته، خو د دې سروې له جزياتو سره موافقه نه کوي.
د جرگې مرستيال ظاهر قدير ويلي، له وکيلانو د خلکو د خپگان لامل د حکومت ضعيفې کړنې دي. نوموړی وايي، د جرگې غړي به په فساد اخته وي، خو په حکومت کې د فساد کچې ته نه شي رسېدی. د افغانستان حکومت په تېرو کلونو کې څو ځل د نړۍ د فاسدو حکومتونو په سر کې راغی.
له دې وړاندې يوې بلې نړيوالې سروې ښودلې وه، چې يو اتيا سلنه افغانان د ملي يووالي حکومت له کړنو ناخوښ دی او يوازې اووه لس سلنه افغانان له حکومت لږ یا بشپړ خوښ دي.
د دې سروې شپږ اويا سلنه وگړو د ولسمشر غني او شپږ اتيا سلنه وگړو د اجرايه رييس عبد الله عبد الله له کړنو ناخوښي ښودلې ده.
دا په داسې حال کې ده، چې تېرو ورځو کې د امريکا د بهرنيو چارو وزير جان کېري له لوري د ملي يووالي حکومت موده درې نورو کلونو ته هم وغځېده.