شعر
غزل / سید شاه سعود
پروت دی له سهاره ستړی شوی دی
سیوری دې چناره ستړی شوی دی
سترګو د نظر لمنه پریښې ده
حسن په هنداره ستړی شوی دی
عقل د پنځو حواسو لوبه ده
علم په دې لاره ستړی شوی دی
دلته څوک مدد ورسره نه کوي
ژوند له خپله کاره ستړی شوی دی
بیا مې د بابا لاسونه زخم دي
بیا زما لپاره ستړی شوی دی
بس کړه نور ازار د سعود مه اخله
بس کړه انتظاره ستړی شوی دی
____________________________
سید شاه سعود