آیا د خپل روح دایره مو کشف کړې ده؟
ژباړه: مصطفی نور
افلاطون وېیلي، روح دایره ده او ما مې د خپل روح دایره کشف کړې ده. د خپل روح څخه مې پنځه دایرې وکاږلې او ځان مې د هغه دایرو
ه دایرو مرکز کړ. په لومړۍ دایره کې مې د هغه خلک نوم ولیکو، چې شتون یې ماته سکون رابښي او په پنځمه دایره کې، چې له مرکزه تر ټولو لرې دایره وه د هغو کسانو نوم ولیکو، چې زما له نړۍ څخه ډېر لري دي او تر ټولو ډېر ورسره ګیر یم.
ټول غواړو د ځان په اړه ښه احساس ولرو؛ خو کله کله یې نه لرو او ځينې وختونه زموږ وضعیت په هغه اغېزو پورې تړاو لري، چې نور یې راباندې اچوي. نه شې کولی څوک مجبور کړې، چې درسره مینه ولري او ځينې وخت د نامناسبه خلکو شتون د دې سبب کېږي چې د یوازیتوب احساس وکړې. په داسې حالت کې د بدلون لپاره هڅه ښآيي د دې سبب شي، چې خپله لار ورکه کړې یا ښآيي د دې سبب شي خپل وجود، چې له تا څخه ( تا ) جوړوي له لاسه ورکړې.
کله کله کلونه وخت نيسې چې زده کړې، څنګه له ځانه ساتنه وکړې؛ نو په همدې سبب ډېره اړینه ده داسې خلک د څنک کې وي، چې مینه درسره ولري، حتی ځينې وخت له تاڅخه هم له تاسره ډېره مینه ولري.
کله چې له خلکو سره مخ کېږې له ځانه وپوښته، دا کس په ما کې څنګه حس راژوندی کوي، کولی شم د هغه په څنګ کې خپله واوسم ؟ کولی شم له هغې سره ریښتینی واوسم؟ کولی شم هغې ته هر څه چې غواړم ووایم؟ د هغه په څنګ کې د سکون احساس کوم؟ کله چې هغه راځي څنګه احساس کوم او کله چې ځي په څه حالت کې وم؟ کله چې له هغه سره وم، خپل ريښتینی احساس پټوم او که ورته ښایم یې؟ آیا هغه د دې سبب کېږي چې د کمترۍ احساس وکړم یا په ځان وویاړم؟
د دې پنځو دایرو فلسفه پيژندنه ده، نه وړاندوینه
نو له ځان سره ريښتینی اوسه!
ځان د دې لپاره مه مجبوروه، چې د کوم چا سره ډېر تګ راتګ لری یا ډېر وخت ورسره تېروئ؛ نو باید ځان ته نيږدې په لومړۍ دایره کې ځای ورکړی.
په لومړۍ دایره کې هغو خلکو ته ځای ورکړه، چې د زړه له تله پرې باور لرې
حتا که څه هم هره ورځ یې نه وينی؛ خو د هغوی شتون په تاسو کې د ښه او ارزښتمن حس سبب کېږي. له ځانه وپوښته، چې د خپلو افکارو او غوښتنو په اړه چا باندې باور کولی شم؟
دا هغه خلک دي، چې په لومړۍ دایره کې ځای لري. د دې خلکو څنګ کې پیاوړه یې، ګډ ارزښتونه ورسره لرې او د هغوی شتون سره نړۍ ښکلې وينې.
(ښه او ځانګړي ملګري!)
دوهمه دایره د هغو خلکو ځای دی، چې ستا په معنوي وده کې مرسته کوي
ښوونکي- روزونکي
او ښآيي هغه خلک چې یوازې د وخت تېرولو لپاره ښه دي، لکه بهر ته ورسره تګ، خندېدل او په تاکې څه نه شي ډېرولی؛ خو د دې سبب هم نه کېږي، چې نسبت ځان ته بد حس ولرې.
درېیمه دایره همکاران او خپلوان دي
ښايي خنثی خلک وي هغه خلک، چې ستاسو د ژوند په څو ساعتونو کې وړوکی رول لوبوي او اغیزه یې هماغه څو ساعته ده، چې ورسره یاست د لیدو له وخته پرته بل وخت یې په اړه فکر نه کوی او په آسانۍ سره یې بل څوک ځای ډکولی شي؛ د دې دایرې خلک یوازې د کار او دندې په محدوده کې له تاسو سره دي.
څلورمه دایره ستا د کلک هوډ پیلونکې ده!
هغوی هغه خلک دي، چې ستا په کار کې مزاحمت رامنځ ته کوي، د دې دایرې خلک حتمي ( له ريښتیني تاسو سره په اړیکه کې دي) حتا ښايي د ادارې رئیس مو وي، چې یوازې د کار په محدوده کې ورسره اړیکه لرې، د دې دایرې خلک ستاسو په ټولنیز او مسلکي ژوند کې مهم دي.
د هغوی په څنګ کې نه شې کولی آرامه واوسې او ښايي کله کله یې په لیدو اندېښمن یا وارخطا شی.
وروستۍ دایره د ډېرو لرو خلکو ځای دی
د هغه خلکو ځای دی، چې تاته یې زیان اړولی، په سپکه سترګه یې درته کتلي، هغوی چې تل یې تاته منفي انرژي درکړې او له هغوی سره ځوروونکي احساسات تجربه کوې.
اوس مو چې د هر چا ځای وټاکه؛ نو هغه خلکو ته چې په وروستۍ دایره کې ځای لري، اجازه مه ورکوئ مستقیماٌ ستاسو روح او روان خپل هدف وګرځوي.
مه پرېږده څوک ستاسو د ژوند لومړیتوب وي، کله چې ته د هغوی په ژوند کې یوازې یوه ټاکنه یې. یوه ښه اړیکه هغه وخت ده، چې دواړې خواوې په تعادل کې وي.
(خپل شخصیت چاته مه بیانوه؛ ځکه څوک چې له تاسو سره مینه لري، توضیحاتو ته اړتیا نه لري او د چا چې نه خوښېږې، باور نه کوي.)