ادبټولنهنثر

د پوهنتون استاد دېرش نښې

  1. ۸۰٪ وخت په ښوونې، څېړنې او علمي کنفرانسونو کې په ګډون لګوي؛
  2. د مختلفو فکرونو د اورېدلو توان لري؛
  3. د خپل فکر په ثبوت او له بل سره د استدلال تر منځ توپیر کولای شي؛
  4. د تبلیغاتو او استدلال تر منځ باید توپیر وکړي؛
  5. په خپله څانګه کې په نړیواله کچه د بحث وړتیا ولري؛
  6. د ورځې باید لږ تر لږه ۴ ساعته مطالعه وکړي؛
  7. له چاپلوسۍ باید ځان وژغوري؛
  8. د شهرت لپاره باید کار ونه کړي؛
  9. باید خپل افکار ولري.داسې نه چې د خلکو په طبعې خپل افکار جوړ کړي؛
  10. د محصلینو د نیوکو حوصله ولري؛
  11. په تدریس باید محصلین ځان ته جذب کړي او د دوی د فکر کولو سبب وګرځي؛
  12. د پوهانو له لورې د ده په څېړنو نیوکه باید د ده له لورې وستایل شي؛
  13. که چېرې د څېړنې په پای کې کوم ځانګړی ځواب ترلاسه کوي نو په دې باید اعتراف وکړي چې پخوا غلط و؛
  14. یوازې نظریه ورنه کړي، باید خپله د بدلون لپاره کار پيل کړي؛
  15. باید نه ستړې کېدونکی کار او زیار وکړي تر هغې ډاډه شي چې نظریه يې سمه ده؛
  16. د علمي کار تر څنګ باید فکري هلې ځلې هم وکړي؛
  17. په هر حالت کې باید خپلو کړو وړو او خبرو ته متوجه وي؛
  18. په بحث او مناظره کې باید غوسه نه شي، خپل اواز له عادي حالت څخه لوړ نه کړي؛
  19. په بېلابېلو فکري او ټولنیزو حالاتو کې باید خپله فکري ازادي ولري؛
  20. پوه او ذهین محصلین باید تقدير او ناپوه محصلین تشویق کړي؛
  21. په خپله تخصصي څانګه کې باید نړیوالې اړیکې ولري؛
  22. لږ تر لږه باید په یوه بهرنۍ ژبه پوه شي؛
  23. خپل ۹۰٪ علمي او څېړنیز کار د لیکلو له لاری نورو ته ورسوي؛
  24. د خپلو همکارانو بده او سپکه ونه وایي؛
  25. په خپله څانګه کې باید لږ تر لږه یو تحقیقي کتاب تالیف کړي؛
  26. د خپلې څانګې په فلسفې باید پوه وي؛
  27. د خپلې روشنفکرۍ لپاره باید له رسنیو سره مرکې وکړي؛
  28. له چارواکو څخه باید لرې اوسي، تر څو په خپلو افکارو او څېړنو کې طرف واقع نه شي؛
  29. که چېرې د ټولنې مصلحت وي نو له چارواکو سره اړیکه ونیسي؛
  30. څوک چې کله کله پوهنتون ته سر ورښکاره کوي د کلمې په اصلي معنايې د پوهنتون استاد نه شو بللی.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button