ولسمشر پر احمد سعیدي برید ناځوانمردانه وګاڼه
ولسمشر محمد اشرف غني پر مدني فعال او سیاسي شنونکي، احمدسعیدي برید ناځونمردانه عمل وګڼلو.
احمدسعیدي دوه ورځې وړاندې د /سه شنبه، لیندۍ۲۳مه/ د کابل تر ټولو خوندي سیمه، شهر نو کې حاجي یعقوب څلور لاري ته څېرمه د دوو موټرسایکل سپرو له خوا په ډزو وویشتل شو.
نوموړی له برید وروسته د کابل ایمرجنسي روغتون ته ولېږدول شو.
ارګ په خپره شوې اعلامیه کې ویلي چې اشرف غني ټولو امنیتي ارګانونو ته دستور ورکړی چې پر «مدني فعال، لیکوال او سیاسي شنونکي احمدسعیدي د برید ترسره کوونکي ونیسي او د قانون پنجو ته یې وسپاري».
اشرف غني زیاته کړې چې تاوتریخوالی هرې موخې ته د رسېدو په خاطر نامنونکی او نه بښونکی عمل دی.
نوموړي همدا راز د عامې روغتیا مسوولینو ته لارښوونه کړې چې د احمدسعیدي په درملنه کې خپل شته امکانات ونه درېغوي.
احمدسعید د افغان حکومت په سیاستونو نیوکې کولې او له دې دمخه یې شکایت کاوه چې د ملي امنیت شورا لخوا ورباندې فشار دی.
له دغه برید څخه یوه ورځ وړاندې سعیدي د حزب التحریر په اړه د ډاکتر عبدالله عبدالله پر څرګندونو توندې نیوکې وکړې. هغه اجراییه رییس په دې تورن کړ چې د حزب التحریر په اړه بشپړ معلومات نه لري.