افغانستان

بگراميو کې چاودنې د پوهنې وزارت شپږ کارکوونکي ټپيان کړي

بگراميو کې د سړک پر غاړه ځای پر ځای شوي بم د چاودېدو له امله د پوهنې وزارت شپږ کارکوونکي ټپيان شوي دي.

د کورنيو چارو وزارت وياند نجيب الله دانش د پېښې پخلی کړی او رسنيو ته يې ويلي، پېښه نن سهار اووه بجې شاو خوا د بگراميو په کمري سيمه کې رامنځته شوه.

ښاغلی دانش ويلي، چاودنه د سړک د غاړې بم له امله رامنځته شوې ده، چې د پوهنې وزارت موټر ته يې زيان واړاوه.

پېښه کې د ټپي شويو کسانو روغتيايي حالت ښه بلل شوی دی.

د پېښې پړه تر دې دمه چا پر غاړه نه ده اخيستې. د کورنيو چارو وزارت وياند وايي، سيمې ته يې يو پلټونکی ټيم استولی، څو د پېښې په اړه پلټنې وکړي.

Related Articles

Back to top button