پخواني ولسمشر حامد کرزي څو ورځې وړاندې پکتيکا کې د امريکايي ځواکونو له لوري د ولسي وگړو وژنه په کلکو ټکو غندلې ده.
د بهرنيو ځواکونو بې پيلوټه الوتکې څو ورځې وړاندې د پکتيکا په گومل ولسوالۍ کې د ولسي وگړو يو موټر او دوه موټر سايکل په نښه کړل، چې په ترڅ کې يې يو ويشت تنه ملکيان ووژل شول.
د پکتيکا د امنيه قوماندانۍ چارواکو ادعا وکړه، چې وژل شوي کسان طالبان دي، ځکه وسلې ورسره وې، خو د دې ولايت د ولايتي شورا مرستيال او ځايي اوسېدونکو ټينگار کړی، چې وژل شوي کسان ټول ملکي وگړي او قومي مشران دي او وسلې يې د ځان ساتلو لپاره ورسره اخيستې وې. په خپله بهرنيو ځواکونو په دې اړه تر دې دمه څه نه دي ويلي؟
د حامد کرزي له دفتره په خپره شوې يوه اعلاميه کې دغه پېښه په کلکو ټکو غندل شوې ده.
اعلاميه کې ويل شوي، چې د دغو ډول غير مسوولانه بريدونو پايلې ښې نه دي. حامد کرزي ويلي: «دا ډول بريدونه به افغانستان کې د بهرنيو ځواکونو د پاتې کېدو پر ضد د افغانانو غبرگونونه راوپاروي».
بل لور ته پر ټولنيزو شبکو گڼ شمېر فعالانو نړيوالې او د هيواد دننه رسنۍ له دې امله تر نيوکې لاندې نيولي، چې ولې په دا ډول پېښو چوپ دي.
ولسمشر کرزي د خپلې واکمنۍ په وروستيو کلونو کې بهرنيو ځواکونو سره له دې امله اړيکې ترخې کړې وې، چې ده له شپنيزو عملياتو او ورته بريدونو ايسارول، خو امريکايي پوځيانو دغه بريدونه او عمليات د خپلو مخالفينو د ځپلو لپاره مهم بلل.
خو د يوې لندن مېشتې څېړنيزې ادارې له وروستي راپور سره سم افغانستان کې ملکي وگړو ته تر ټولو ډېر تلفات له ډرون بريدونو وراوښتي دي، چې د بشر حقوقو سازمان يې په خپلو کلنيو راپورونو کې ياده نه کوي.