ولسي جرگې نن تاج محمد جاهد ته د کورنيو چار د وزير او محمد فريد حميدي ته د لوی څارنوال په توگه د باور رايې ورکړې.
دواړه نوماندان د حمل په شپاړلسمه نېټه ولسي جرگې ته د باور د رايو اخيستلو لپاره ورپېژندل شوي وو او د جرگې غړو نن د دوی د پلانونو له اورېدو وروسته د باور رايه ورکړه.
د ولسي جرگې نننۍ غونډه کې دوه سوه پينځه ويشت وکيلان حاضر وو، چې د کورنيو چارو وزارت نوماند تاج محمد جاهد يو سل نوي او لوی څارنوال محمد فريد حميدي دوه سوه مثبتې رايې واخيستې. دې دواړو يو سل ديارلس رايو ته اړتيا درلوده.
د کورنيو چارو وزير ښاغلي جاهد له حربي پوهنتونه لسانس کړی او له تېرو ډېرو کلونو په پوځي چارو کې دندې ترسره کوي.
نوموړی له دې وړاندې هرات کې د ۲۰۷ ظفر قول اردو قوماندان پاتې شوی.
همدا راز لوی څارنوال ښاغلي حميدي له کابل پوهنتونه د حقوقو او سياسي علومو په څانگه کې لسانس کړی او په حقوقي او قضايي چارو کې يې دندې ترسره کړې دي.
ياده دې وي، چې د افغانستان دفاع وزارت او ملي امنيت رياست لا هم د سرپرستانو له لوري اداره کېږي، خو د ولسي جرگې رييس ويلي، ولسمشر ورسره ژمنه کړې، چې د دفاع وزارت او ملي امنيت رياست نوماندان به هم ډېر ژر جرگې ته د باور د رايو اخيستو لپاره وروپېژني.