د سوډان ولسمشر عمر البشیر ژمنه کړې چې په راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو کې به نور نه نوماند کېږي. بشیر چې له بیسیسی سره یې مرکه لرله وویل: «د ولسمشرۍ دنده ډېره درنه ده، نور نه غواړم چې ولسمشریزو ټاکنو کې نوماند شم».
د بشیر مخالفین وايي چې هغه په خپلو تېرو مرکو کې هم ورته ژمنې کړې وې چې تر دې دمه يې نه دي تر سره کړي. د سوډان راتلونکي ټاکنې به په ۲۰۲۰م کال کې تر سره شي.
عمر البشیر په ۱۹۸۹م کال کې نظامي کودتا وکړه او واک یې تر لاسه کړ. بشیر په ۱۹۹۳م کال کې ولسمشرۍ ته نوماند او د رایو په اکثریت سر د دې هېواد ولسمشر شو له دې وروسته په نورو ټاکنو بشیر د ولسمشرۍ یواځیني نوماند او تر دې دمه د سودان ولسمشر دی.
د بشیر د ولسمشرۍ ډېری مخالفین لویديځ مېشتي سوډانیان چې د لویدیځوالو له لوري تحریک کېږي. د بشر حقوق پر بشیر باندې د جنگي جرمونو او جنایتونو تور هم لگولی دی. بشیر په خپلې وروستۍ مرکه کې دا تورونه رد کړي دي.
بشیر چې اوسمهال ۷۲ کاله عمر لري نه غواړي چې راتلونکی ولسمشر شي. په پای کې بشیر وویل چې زه به په راتلونکي ټاکنو کې نور پخوانی ولسمشر یم.