
د بلجیم په پلازمېنه بروکسل ښار کې د تېرې سېشنبې ورځې له دوو چاودنو وروسته د دې هېواد پلیسو د بروکسل ښار په گڼو برخو کې پراخې تلاشۍ پیل کړې.
پرون د پنجشنبې په ورځ پولیسو شپږ تنه شکمن کسان نیولي او تر څنگ یې د سېشنبې ورځې چاودنو سیمه کې چاودېدونکي مواد نیولي دي چې ځینو ته یې پولیسو چاودنې ورکړي دي د دې تلاشیو په بهیر کې نن د جمعې په ورځ د نورو چاودنو غږونه هم اورېدل شوي دي.
د بروکسل د ښار ټولې لارې د خلکو پر وړاندې تړل شوي دي. د تېر کال په نومبر میاشت کې د فرانسې په پاریس ښار کې گڼې چاودنې وشوې چې له برېدونو وروسته څارونکو ادارو بلجیم هېواد ته خبردارۍ ورکړ چې د پاریس ښار ترهگرو ډلو بلجیم ته پناه وړې وه چې تر دې دمه د دې هېواد پولیس او څارونکي ادارې په دې ونه توانېدې چې ترهگر له منځه یوسي.