د بغلان اوسېدونکي وايي، ډنډغوري او ډنډشهاب الدين کې يو ځل بيا د سيمهييزو پوليسو او طالبانو تر منځ نښتو زور اخيستی او طالبانو گڼې سيمې لاندې کړې دي.
امنيتي ځواکونو څه موده وړاندې يادو سيمو کې پوځي عمليات وکړل، خو د خلکو په وينا تاوان يې يوازې ولسي وگړو ته واوښت او طالبان ونه ځپل شول.
د بغلان قومي مشران وايي، امنيتي ځواکونو د طالبانو د ځپلو په نامه د خلکو کورونه له خاورو سره برابر کړل خو طالبان اوس بېرته يادې سیمې نيسي. د بغلان چارواکي په دې اړه چوپ دي او خپل نظر نه څرگندوي.
د بغلان يوه قومي مشر سيد رحيم سرنوشت سره خبرو کې ويلي، تېره اونۍ نږدې ټولې هغه سيمې بېرته طالبانو ونيوې، چې د عملياتو پر مهال ترې وتلي وو.
هغه زياته کړې: «امنيتي ځواکونو د خلکو کورونه په کنډوالو بدل کړل، جوماتونه ونړېدل، ښوونځي وران شول، دولتي ځواکونه يوازې څو ورځې دلته و او نور ووتل، سيمې اوس د سيمهييزو پوليسو سره وې، چې گڼې يې طالبانو بېرته ونيولې».
د بغلان يوه بل مخور د نوم نه ښودو په شرط وويل، دولت دا هر څه د ځانگړي پلان له مخې کوي، «د ډنډغوري په څو کليو په ځانگړي ډول نياز الدين کلا کې امنيتي ځواکونو د خلکو کورونه له خاورو سره يو کړل، دوی يوازې غوښتل دلته پښتانه وځپي، اوس بېرته له سيمو په شا شول، څه موده وروسته به بيا د طالبانو د ځپلو په نامه راشي او د خلکو پاتې کورونه به ونړوي».
د بغلان چارواکي سره له دې چې د رسنيو له لوري ورسره په دې اړه د خبرو په کولو ټينگار شوی، نظر ورکولو ته تيار نه دي، خو هغوی يادو سيمو کې د طالبانو او سيمهييزو پوليسو تر منځ د نښتو پخلی کوي.