افغانستان

زابل کې چاودنې پينځو پوليسو ته مرگ ژوبله اړولې

زابل کې د سړک د غاړې په بم چاودنه کې پينځو پوليسو ته مرگ ژوبله اوښتې ده. ځايي چارواکو د پېښې پخلی کړی دی.

پېښه پرون ماسپخين د زابل مرکز کلات اړوند باباگک سيمه کې رامنځته شوې ده، چې له امله يې د پوليسو يو رېنجر موټر ويجاړ شوی دی.

د زابل امنيتي امر سمونوال غلام جيلان فراهي رسنيو ته ويلي، چاودنه د ريموټ کنټرول بم په واسطه شوې ده، چې په ترڅ کې يې يو پوليس وژل شوی او څلور نور ټپيان دي.

د پېښې پړه وسله والو طالبانو پر غاړه اخيستې او رسنيو ته يې ويلي، چې رېنجر کې سپاره ټول پينځه سرتيري يې له منځه وړي دي.

څو ورځې وړاندې هم زابل کې ورته يوه چاودنه کې پوليسو ته مرگ ژوبله اوښتې وه.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button