افغانستانسلايډ

سوپکو: فساد د حکومت له ړنگېدو پرته نه شي ختمېدای

د افغانستان د بيا رغونې لپاره د امريکا د څار ځانګړې ادارې يا سيگار څرگنده کړې ده، چې افغانستان له اداري فساد سره مبارزې لپاره کافي وخت نه لري.

روانه اوونۍ کې پيتسبرگ پوهنتون کې د خبرو پر مهال د سيگار رييس جان سوپکو وويل، زموږ معلومات ښيي، چې په وروستۍ لسيزه کې پر حکومت د افغانانو باور او ورته خوشبيني تر ټولو ډېر کم شوي دي.

نوموړي زياته کړه، له نا امنۍ او بې روزگارۍ وروسته اداري فساد دريم هغه شی دی، چې افغانان يې په دې باور کړي دي، چې حکومت يې پر ناسمه روان دی.

د هغه په وينا: «دا سمه ده، چې افغانستان کې اوس حکومت کوونکی ايتلاف په ماتېدو دی، څنگه چې د امريکا د استخباراتو رييس جيمز کلپر ويلي، ۲۰۱۶ز کې افغانستان د سياسي سقوط له گواښ سره مخ دی».

ښاغلي سوپکو افغانستان کې اداري فساد شرم وباله او زياته يې کړه، چې دغه فساد د افغانستان د بيا رغونې لپاره د امريکا ټولې هڅې له منځه وړي.

د سيگار رييس وايي، په داسې حال کې چې ولسمشر غني د اداري فساد پر ضد ملي جهاد اعلان کړی، خو کوم فساد چې حکومت کې يې ځای نيولي، د دې دولت له ړنگولو پرته يې ريښې نه شي ويستل کېدی.

هغه زياتوي، ډېر راپورونه شته، چې د خيالي ښوونکو، خيالي ښوونځيو او خيالي پوليسو له شتونه خبر ورکوي. «داسې راپورونه لرو، چې له مخې يې د زرگونو خيالي ښوونکو او سلگونو ښوونځو شتون تاييدېږي. د راپورونو له مخې مليونونه ډالر غلا شوي او نيمگړې پروژې پوره بلل شوې دي».

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button