افغانستان

نامعلومو وسله والو د بلخ دولت اباد ولسوالۍ د پوهنې مدير وواژه

نا څرگندو بريدگرو د بلخ دولت اباد ولسوالۍ د پوهنې مدير وواژه.

د دولت اباد چارواکي وايي، چې د پوهنې مدير نورالله نوري ماسپښين له دولت اباد څخه مزار شريف ته روان و، چې د ناڅرگندو بريدگرو له لوري پرې ډزې وشوې، دی يې ځای پر ځای وواژه او دوه ملگر ي يې ټپيان دي.

د دولت اباد ولسوال امير شاه خان د پېښې پخلی کوي او زياتوي، چې د نورالله نوري د قاتلينو د نيولو لپاره يې پلټنې پيل کړي دي.

د بلخ ولايت چارواکو او د پوهنې رياست هم د نورالله نوري د وژنې پېښه تاييد کړې ده.

د بلخ د پوهنې مرستيال رييس لاجمير افغان زوی وايي، چې نور الله نوري د سپارلۍ په موټر کې له دولت اباد څخه مزار شريف ته روان و، چې په لاره کې پرې پر موټر سايکل سپرو وسله والو ډزې وکړې.

د افغان زوی په وينا پېښه کې  د پوهنې مدير وژل شوی او دوه کسان نور ټپيان شوي، دواړه ټپيان ولسي وګړي دي او د پوهنې رياست سره څه اړيکه نه لري.

د پوهنې رياست له امنيتي چارواکو غوښتنه کړې، چې د نورالله قاتلين ونيسي او  د قانون منگولو ته يې وسپاري.

د پېښې پړه تر اوسه چا نه ده منلې.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button