د افغان لوبډلې بریالۍ توپ وهنې او اچونې «پي این جي» په ګونډو کړله
افغان کرکټ ملي لوبډلې د انټرکانټیننټل کپ سیالۍ کې د «پي این جي» لوبډله په ګونډو کړله او په ستر توپير (۲۰۱ منډو) یې سیالي وګټله.
ددغې سیالۍ په ګټلو سره افغان لوبډله د انټرکانټیننټل کپ سیالیو د جدول دریم مقام ته راورسیده او د ټیسټ تر دریځ پورې مزل کې یې یو ځواکمن ګام واخیست.
دغه سیالي د روان زیږدیز کال نومبر په ۲۱مه نیټه پیل او په ۲۴ نیټه پای ته ورسیده، پچه یې افغان لوبډلمشر وګټله او د توپوهنې پریکړه یې وکړه. افغان لوبډلې د توپوهنې په لومړي پړاو کې د ټولو لوبغاړو په سوځیدو سره ۱۴۴ منډې جوړې کړې خو د پي این جي توپوهونکو د توپوهنې په لومړۍ مرحله کې د ټولو لوبغاړو په سوځیدو سره ۲۹۵ منډې جوړې او د ۱۵۱ منډو په توپیر پر افغان لوبډلې مخکښه شوه. د افغان توپ اچونکو له لوري یامین احمدزي ۳، ظاهر خان ۳ او سمیع الله شینواري ۲ لوبغاړي وسوځول.
افغان لوبډله د خپلې توپوهنې په دوهم پړاو کې ښه وځلیده او د ټولو لوبغاړو په سوځیدو سره یې ۵۴۰ منډې جوړې کړې چې له ډلې یې شهزاد محمدي ۱۱۶، حشمت الله شهیدي ۱۱۲، اصغر ستانکزي ۱۲۷، ګلبدین نایب ۷۵ او میرویس اشرف ۵۴ منډې جوړې کړې. له دلې سره افغان لوبډله د ۳۸۹ منډو په توپیر پر پي این جي لوبډلې مخکښه شوه.
د پي این جي لوبډله د خپلې توپوهنې په دوهم پړاو کې د ۱۸۸ منډو په جوړولو وسوځیده او سیالي یې د ۲۰۱ منډو په توپیر د افغان لوبډلې په بریا سره پای ته ورسوله. د افغان توپ اچونکو لخوا یامین احمدزي ۴ او ظاهر خان هم ۴ لوبغاړي وسوځول.
یامین احمدزی او اصغر ستانکزی د سیالۍ غوره لوبغاړی وټاکل شول.
د افغانستان کرکټ بورډ خبرپاڼه وايي چې د بورډ عمومي رئیس نسیم الله دانش ویلي چې افغان لوبډلې خپل دروند مسئولیت په خورا حساس وخت کې درک او لوبه یې د بریا په لوري بوتله.