د افغانستان بانک غواړي چې سبا (چهارشنبه، لیندۍ ۴مه) د داوطلبۍ په ترڅ کې شاوخوا ۳۰ ملیونه امریکايي ډالر وپلوري.
افغانستان بانک د روان کال د اکتوبر په ۱۸مه هم ورته اعلامیه خپره کړې وه او د څلوېښت ملیونه امریکايي ډالرو د لیلام اعلام یې کړی و. خو وروسته دا څرګنده نه شوه، چې بانک دغه ډالر ولې لیلام نه کړل.
د افغانستان بانک له خوا خپره شوې خبرپاڼه وايي، چې دوی ټولو هغو صرافانو او سوداګریزو بانکونو څخه چې د شرایطو لرونکي وي او مخکې یې د تضمین په توګه د افغانستان بانک د بازار عملیات د لوی آمریت او د زونونو مرکزونه سره یو میلیون او پنځه سوه زره افغانۍ ايښې دي، غوښتنه کوي، څو په دې داوطلبۍ کې ګډون وکړي.
د خبرپاڼې له مخې په لیلامۍ کې ګډون کوونکي کولای شي د «داو طلبۍ فورمې په ۱۳۹۴/۹/۴ نېټه له غرمې مخکې ۹:۰۰ بجې په مرکز کې د افغانستان بانک د بازار عملیات د لوی آمریت او په ولایتونو کې د زونونو له مرکزونو (هرات، جلال آباد، کندز، کندهار، مزارشریف،ګردیز) څخه ترلاسه کړي او د معلوماتو له ثبتولو وروسته یې تر ۹:۱۰ بجو پورې اړوندو کارکوونکو ته وسپاري. د لیلام ګټوونکي مکلفیت لري څو خپل حسابونه د ورځې تر پایه (T+1) تصفیه کړي».
اعلاميه کې ویل شوي چې هغه صرافان چې تر اوسه یې په دې داوطلبۍ کې د تضمین او د اسعارو د لیلام په پروسه کې د ګډون په موخه پورته مبلغ افغانستان بانک ته نه دی سپارلی کولای شي چې له داو طلبۍ یو ورځ مخکې د تضمین پیسې وسپاري او په نورو لیلامونو کې ګډون وکړي.
مرکزي بانک ټينګار کړی چې د اسعارو د لیلام په داوطلبۍ کې د معاملاتو قسمي تسویې ته اجازه نه شته، د لیلام ګټوونکي د خپل ذمت د قیمت پیسې په یو ځل په نغده توګه په ټاکلي موده کې بانک ته سپاري.
په دې وروستیو کې افغانۍ د ډالرو مقابل کې خورا ښکته شوې او د افغانستان بانک کوښښ کوي چې د ډالرو د لیلام له لارې د افغانۍ لویدلی حیثیت بیا راپورته کړي.
د افغانستان بانک د رسمي وېبپاڼې له مخې یو امریکايي ډالر نن په ۶۶.۷۳ افغانۍ پېرل کیږي او په ۶۶.۵۳ پلورل کیږي.