خبرونهسلايډ

د استنبول هوايي ډگر کې چاودنو گڼو کسانو ته مرگ ژوبله اړولې

څو شېبې دمخه د ترکیې د استنبول ښار په هوايي ډگر کې دوه تنه ځانمرگو برید کوونکي حمله کړې چې له امله يې ۲۸ کسان مړه او شاوخوا ۶۰ تنه نور ټپيان شوي دي. ویل کېږي چې په ټپیانو کې د شپږو تنو حالت د اندېښنې وړ دی.

د ترکيې خبري رسنۍ انادولې خبر ورکړی چې برید کوونکو غوښتل د اتاترک هوايي ډگر ته ننوزي خو د امنیتي چارواکو له لوري یې مخنیوی شوی دی.

برید کوونکو لومړی له کلاشینکوفونو کار اخیستی وو وروسته له دې چې د پولیسو له لوري پر دوی ډزې وشوي دوی په خپل ځان پورې تړل شوي بمونو ته چاودنه ورکړه.

امبولانسونه او نورې لومړنۍ مرستې ټپیانو ته رسول شوی دي او سیمه د امنیتي مسوولینو تر کنترول لاندې دی.

له تېر کال راهیسې د ترکیې گڼ ښارونه د برید کوونکو له لوري په نښه شوي دي. تر دې دمه د پېښې مسوولیت چا په غاړه نه دی اخیستی خو د تېرو پېښو مسوولیت د داعش جگړه‌مارو او کردي ترهگرو په غاړه اخیستي دي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button