د ملي امنیت پخواني مشر «رحمت الله نبیل» د یوې اعلامیې له مخې خبرداری ورکړی چې د ځینو پټو گروپونو له لارې د افغانستان د مختلفو ولسونو تر منځ د کرکې او جگړې لپاره کار کېږي.
نبیل دا څرگندونې په داسې حال کې کوي چې د هېواد په شمال کې د ولسمشر د لومړي مرستیال جنرال عبدالرشید دوستم او د بلخ د چارسنبالي والي عطاءمحمد نور د پلویانو تر منځ شخړې مخ په ډېرېدو دي.
د دې شخړو له امله د فاریاب او بلخ ولایت اوسېدونکو ته گڼ زیانونه رسېدلي دي. شخړه له دې امله پیل شوه چې په بلخ ولایت کې څونامعلومو کسانو د لومړي مرستیال جنرال عبدالرشید دوستم انځور شکولی وو چې په غبرگون کې یې د عبدالرشید دوستم پلویانو د احمدشا مسعود انځورونه وشکول.
نبیل همدارنگه زیاته کړه چې تر دې دمه دا کوښښونه په بشپړې کامیابۍ سره پر مخ روان دي.