حکمتیار سره سوله، په کومه بیه؟
شفیق مومند
د ګلبدین حکمتیار په مشرۍ اسلامي حزب د جهاد پر مهال له مخکښو جهادي تنظیمونو څخه حسابېده. د جهادي تنظیمونو په منځ کې د امریکا له خوا د کېدونکو مرستو زیاته برخه د حکمتیار حزب اسلامي ته ورکول کېده. په پاکستان کې د جماعت اسلامي رحم و کرم هم د حکمتیار پر سر و. حکمتیار په جهادي مشرانو کې تر ټولو ځوان او فعال رهبر و. خو له دې سره سره، حکمتیار بې حده ځان غوښتونکو، په قدرت مین او نرګسي انسان و. د ده د شخصیت ځینو خاصو عادتونو د ده حزب او ملګري له ډېرو چیلینجونو سره مخ کړل. حزب که څه هم چا په راتلونکي افغانستان کې د قدرت په وېش کې نه شوی منفي کولی؛ خو د ډاکټر نجیب الله د حکومت له سقوط سره حکمتیار او حزب یې دواړه له واکه بېرون پاتې شول. کابل د حکمتیار پخواني حریف، احمدشاه مسعود ونیو چې په پای کې نه مسعود په ارامه حکومت وکړی شو او نه هم حکمتیار د واک خوند وڅکلی شو. له دې ټولو سره سره، حکمتیار په جهادي صف کې د پام وړ شمېر پلویان درلودل.
د حکمتیار د حزب اسلامي په اړه دا خبره ډېره ویل کېږي چې د پاکستان له استخباراتو، ای اس ای سره تر ټولو نژدې اړیکې لري. د حکمتیار په اړه اوس هم دا ګومانونه کېږي چې د پاکستان په اسلام اباد او یا به هم پېښور کې پټ شوی وي. د حکمتیار د حزب اسلامي د سیاسي چارو مسوول، ډاکټر غیرت بهیر په اسلام اباد کې اوسېږي. د حزب په استازیتوب په ډېرو نړیوالو ناستو کې د حکمتیار نمایندګي هم غیرت بهیر کوي. اوس چې حکمتیار د خبرو لپاره چمتووالی ښودلی، دا په خپله پر ښاغلي حکمتیار د پاکستان د اغېزې ښکارندويي کوي. حکمتیار له هغې وروسته له افغان حکومت سره د خبرو لپاره چمتووالي وښود، چې د پاکستان په ابتکار د څلور اړخیزو ناستو غوښتنې ته وسله والو طالبانو د رد ځواب ورکړ؛ خو حکمتیار خبرو کې د ګډون تیاری وښود.
اوس پوښتنه دا ده چې د حکمتیار پر حزب اسلامي افغان حکومت څومره حساب وکړي او څومره ارزښت ورکړي؟ دا مهمه پوښتنه ده. اوسنی حکومت چې په خپله د دوو حریفانو ترمنځ د واک د وېش پر بنسټ جوړ شوی، د هر وزارت پر سر په کې ډېرې چنې ووهل شوې، نو له حکمتیار سره به په اوسني حکومت کې څنګه واک ووېشل شي؟ ایا د حکومت نور شریکان به تیار شي چې دوی ته رسېدلې ځینې څوکۍ دې حکمتیار ته ورکړل شي؟
متاسفانه د ګلبدین حکمتیار له یو ځای کېدو سره هم د سولې راتګ ناممکن ښکاري، ځکه د حکمتیار تر رهبرۍ لاندې دومره جګړه ماري نه شته چې د افغانستان د سولې او جګړې پر مساوات دې مهم اغېز پرېباسي. د حکمتیار ډله خو جګړه ماري نه لري، ان یې هغه سیاسي ملګري هم د افغان حکومت په بدنه کې ځای شوي. کله چې کابل ته د حکمتیار په راتګ او حکومت سره په ادغام کې مهم بدلون نه شي راتلی، د حکمتیار دغه د سیاست تغییر افغان حکومت ته یا د افغانستان خلکو ته څه ګټه لرلی شي؟ افغان حکومت ته په کار دي چې د حکمتیار وزن وګوري، د ده له سیاسي او نظامي ارزښت په پام کې نیولو سره ورسره تعامل وکړي.
د حکمتیار راتګ یوازې افغان حکومت ته ګټه کوي چې ښکاره کړي چې دا دی د سولې هڅو نتیجه ورکړه حداقل یوه وسله واله مخالفه ډله تیاره شوه چې له حکومت سره خبرې وکړي او د حکومت برخه شي. دا ګټه هم لنډمهالې او مطبوعاتي ګټه ده. داسې کومه حقیقي ګټه نه ده چې ولس دې د حکومت لپاره دا کار ډېره لویه لاسته راوړنه وبولي. کله چې اوړی شي، د جګړو څپې زیاتې شي، ناامني پراخه شي، بیا د حکمتیار ارزښت هم له منځه ځي. حکمتیار په کابل کې تر استاد سیاف زیات اهمیت او ارزښت نه شي خپلولی. استاد سیاف چې د احمدشاه مسعود ملګری شو او له خپلو پلویانو سره یې د طالبانو پر ضد جګړې وکړې، په اوسني حکومت کې یو وزارت هم نه دی وررسېدلی. حکمتیار چې د احمدشاه مسعود ملګرو همېشنی مخالف و، کله کولی شي د عبدالله عبدالله په شتون کې په نظام کې غوړه برخه ترلاسه کړي.
داسې ښکاري چې حکمتیار نور کابل ته د تلو هوډ کړی. اوس نو حکومت ته په کار دي چې د حکمتیار له دغې مجبورۍ څخه اعظمي استفاده وکړي. حکمتیار لکه چې په هر صورت هڅه کوي چې کابل ته راشي، نو ضروري نه ده چې حکومت پرې ډېر سرمایه ګذاري وکړي. حکمتیار په ډېر لږ امتیاز هم شاید کبر ونه کړي او له خپل تصمیم څخه په شا نه شي، نو په دغسې حالت کې په کار دي چې بې ځایه امتیاز ورنه کړل شي او په لږو راضي شي. هو، که د حکمتیار له پيوستون سره د سولې او جګړې معادلې بدلون موندلی شوی، بیا که ډېر امتیاز هم ورکول کېدی، ښه به وه؛ خو کله چې د حکمتیار موافقت او مخالفت پر سوله او جګړه اغېز نه لري، بیا نو بې ځایه پانګونه نه ده په کار. خو دا اوس ښکاره ده چې د حکمتیار له مخالفت سره جګړې زیاتېږي نه او موافقت سره کمېږي نه.