د پلچرخي زندان ښيځينه بنديانو نن د اعتراض له مخې زندان کې خپلو د اوسېدو ودانيو ته اور اچولی دی.
بنديانو دا کار له دې امله کړی دی، چې د حکومت له لوري يې بېرته د بادام باغ زندان ته د لېږدولو غوښتنه نه ده منل شوې. هغوی چې له بادام باغ زندانه پلچرخي ته راوړل شوې دي، د پلچرخي زندان پر شرايطو او حالاتو ناخوښې دي.
بندي مېرمنو د اعتراض پر مهال پوليسو سره نښته هم کړې ده، خو د تلفاتو په اړه تر اوسه څه نه دي ويل شوي.
د زندانونو چارو رياست منلې ده، چې يو شمېر مېرمنو له پلچرخي څخه بادام باغ ته د ليږد غوښتنه کړې وه، خو د پېښې په اړه يې بې خبري ښودلې ده.
بادام باغ زندان چې د کابل شمال لويديځ لور ته پروت دي، د اوسېدو شرايط يې د پلچرخي په نسبت غوره ښودل شوي دي.
د روان کال په جنورۍ مياشت کې ولسمشر غني د کابل بادام باغ زندان ته ورغلی و او زندانونو کې د خپلو فرمانونو د تطبيق امر يې کړی و.
له هغې وړاندې د پارلمان غړو ويلي وو، چې د پلچرخي زندان د اوسېدو شرايط ښه نه دي، همدا راز سلگونه هغه بنديان لا هم زندان کې پراته دي، چې د محکمو له لوري يې د بند مودې ختمې او بري اعلان دي.
د افغانستان له ځينو زندانونو داسې خبرونه هم ورکول کېږي، چې په کې له پرتو ښځينه بنديانو په نامشروع ډول جنسي استفاده کېږي او هغوی په زور دې کار ته اړ ويستل کېږي.