امريکا عراق ته د جگړې لپاره نور سرتيري ليږلي
د امريکا دفاع وزارت پنټاگون وايي، چې د اسلامي دولت ډلې پر ضد جگړو لپاره يې د ځمکنيو پوځونو څو سوه کسيزه ډله لېږلې، چې د عراقي پوځيانو ترڅنگ به د اسلامي دولت داعش ډلې پر ضد جگړو کې برخه اخلي.
د پنټاګون له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې دغه امريکايي پوځيان د چټک غبرگون کنډک غړي دي او په عراق کې د امريکايي سرتېرو ملاتړ لپاره دغه هېواد ته لېږل شوي دي.
د پنټاگون چارواکي وايي، چې دغه امريکايي پوځيان د عراقي چارواکو په سلامشوره لېږل شوي او دوی به عراق کې د نورو ايتلافي او عراقي پوځيانو ترڅنگ د داعش ډلې د مشرانو او پلويانو پر خلاف جگړې کوي.
تر اوسه د دغو لېږل شوو پوځيانو شمېر او ځانگړې پوځي ماموريت نه دی څرگند شوی او ويل کيږي، چې کېدای شي د دوی بنسټيز ماموريت له داعش ډلې د موصل بيا نيول وي.
وړمه ورځ د امريکا پوځ اعلان کړی و، چې د موصل سويل کې داعش يو امريکايي سرتيری وژلی دی.
له دې وړاندې هم د امريکا دفاع وزير اشتون کارتر ويلي و، چې د امريکايي پوځ د ځانگړو عملياتو يو شمېر سرتېري عراق ته رسېدلي او دوی هڅه کوي، چې د عراقي پوځيانو په ملتيا به د داعش ډلې پر خلاف جگړو کې برخه واخلي.