سيمه او نړۍ

بارک اوباما کيوبا ته په تاريخي سفر تللی

د امريکا ولسمشر بارک اوباما له نږدې نهو لسيزو کړکيچنو اړيکو وروسته کيوبا سره د نوو اړيکو پيلولو په موخه دغه هېواد ته رسېدلی دی.

بارک اوباما د کيوبا پلازمېنې هوانا پر خوسيه مارتي نړيوال هوايي ډگر کوز شو. ۱۹۲۸م راهيسې دا لومړی ځل دی، چې امريکايي ولسمشر کيوبا ته سفر کوي.

کيوبا ته د رسېدو پر مهال اوباما په خپل ټويټر پيغام کې وويل «کيوبا څنگه يې» او تمه ده، چې نوموړی به لومړی د خپل هېواد سفارت ته ولاړ شي، خپلې ښځې او لورگانو سره به د کيوبا په واټونو کې وگرځي او د کيوبايي چارواکو ترڅنگ به د امريکا او کيوبا اړيکو جوړوونکي انجينر کارډينل خايمي سره هم وگوري.

بارک اوباما به نن د کيوبا ولسمشر راول کاسترو سره له ليدو وروسته د کيوبا خلکو ته تلويزوني وينا وکړي او واشنگټن ته له ستنېدو وړاندې به د لږ وخت لپاره ارجنټاين کې تم شي.

د امريکا سټارووډ ويبپاڼې ليکلي، چې د بارک اوباما د سفر پر مهال پرېکړه شوې، چې د امريکا ماليې وزارت په بوديجه به هوانا کې دوه ستر هوټلونه جوړيږي او ۱۹۵۹م کې د فدل کاسترو له انقلاب وروسته دا لومړی ځل دی، چې يو امريکايي شرکت په کيوبا کې پانگونه کوي.

بارک اوباما وايي، چې دی به ولسمشر راول کاسترو او د سياسي گوندونو مشرانو سره دغه هېواد کې د بشري حقونو او سياسي اړيکو په اړه خبرې وکړي.

د کاسترو سياسي مخالفينو له اوباما غوښتنه کړې، چې واکمن گوند دې ته تيار کړي، چې د اپوزيسيون غړو پر خلاف دې له بدني تعذيب او شکنجو لاس واخلي او د دې لپاره يې د لاريونو پيلولو اعلان هم کړی و، مگر حکومت د اوباما له رسېدو وړاندې سلگونو سياسي مخالفين ونيول، همدا رنگه سلگونو نورو کسانو بيا د اوباما د سفر پر خلاف مظاهرې کړي دي.

د اوباما د سفر په اړه شپېته کلن ليکوال او څېړونکي ليوناردو بادورا ليکلي، چې د کيوبا خلک امريکايي ولسمشر ته په خوښۍ او موسيقي هرکلی وايي او دوی دا تمه نه شوای کولای، نه يې په خوب او وهم کې دا راتلل، چې داسې څه دې پېښ شي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button