افغانستانسلايډ

دولت تېر کال لسگونه زره عمليات کړي

د افغانستان دفاع وزارت وايي په ۱۳۹۴ لمريز کال کې يې د وسله والو مخالفينو پر ضد لسگونه زره عمليات کړي.
د دفاع وزارت وياند دولت وزيري د يو کنفرانس په ترڅ کې خبريالانو ته وويل، افغان ځواکونو په تېر لمريز کال کې درې پنځوس زره عمليات کړي، چې د ده په وينا يې په کې زرگونه د دولت مخالفين وژلي او څه باندې لس زره يې نور ټپيان کړي.

نوموړي زياته کړې، د افغانستان دفاع وزارت په تېر کال کې په شپني عملياتو ډېر زور راوستی او ډېر عمليات يې د شپې کړي.

همدا راز د دفاع وزارت د دولت مخالفينو ته گواښ کړی که سولې ته کښېنني پر ضد به يې پراخ عمليات وکړي او له منځه به يې يوسي.

دفاع وزارت د سرتېرو مرگ ژوبلې ته په اشارې ويلي، په دغه درې پنځوس زره عملياتو کې د دوی يوازې دوه زره او اوه سوه سرتېرې وژل شوي. خو نوموړی دا خبرې په داسې حال کې کوي، چې د نړېوالو راپورونو له مخې تېر کال د امنيتي ځواکونو مرگ ژوبله د دې څو چنده ښودل شوې ده.

دفاع وزارت د ملکي مرگ ژوبلې په اړه کومه څرگندونه نه ده کړې، خو نړېوال سازمانونه وايي، تېر کال د ملکي تلفاتو او مرگ ژوبلې لپاره يو خونړی کال و.

سره له دې چې د دې مرگ ژوبلې ډېره پړه د دولت پر وسله والو مخالفينو اچول کېږي، خو د جگړو له سيمي راپورونه وايي، چې امنيتي ځواکونه هم په کې ونډه لري. تېره مياشت هم د بغلان په ډنډغوري سيمه کې د دولت له لورې عمليات ترسره شول، چې د سيمي د اوسيدونکو په وينا امنيتي ځواکونو يې د درنو وسلو په ډزو او بمباريو له زرو ډېر کورونه ونړول او شاوخوا زر تنو ته يې مرگ ژوبله واړوله.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button