روانې چارېسلايډ
سرنوشت ورځپاڼه: حکومت کې د افغانستان د تخريب هڅې روانې دي
سرنوشت ورځپاڼه په خپله تازه سرليکنه کې کاږي چې د ملي وحدت په نامه حکومت کې نه يوازې د نظام د تخريب هڅې روانې دي، بلکې آن افغانستان په کې تخريبېږي.
ورځپاڼه د ولسمشر غني د ښې دولتوالۍ په چارو کې مشاور، احمد ضيا مسعود هغو څرګندونو ته اشاره کړې چې وايي وسله والو مخالفينو په وسله وال پوځ کې نفوذ کړی او بايد خلک وسلې ته لاس اوږد کړي او د ځان ساتنې هڅې پيل کړي. ورځپاڼه زياتوي چې د اجرايه رياست د چارواکو له لورې ورته څرګندونې پخوا هم شوي، خو حکومت يې پر وړاندې غلی دی.
سرنوشت ورځپاڼه ليکي: « د حکومت له منځه داسې کسان شته چې د دوی دریځ، فکر او کړنې د نظام او افغانستان د تخریب معنی لري.» او زياتوي چې د هغه په اصطلاح «دويم مقاومت» د افغانستان د تخريب په معنا دی.