د امريکا دفاع وزارت يا پنتاگون هغه امريکايان مجرم نه دي بللي، چې کندز کې يې د بې پولې ډاکټرانو پر يوه روغتون بې درېغه بمونه ورولي وو.
شپږ مياشتې وړاندې له هغه وروسته چې وسله والو طالبانو کندز ښار له امنيتي ځواکونو ونيوه، امريکايي پوځيانو دې ښار کې د بې پولې ډاکټرانو پر روغتون بمباري وکړه. د روغتون ډاکټران وايي، بمباري نږدې څلوېښت دقيقې روانه وه، چې له امله يې لسگونه ولسي وگړي او ډاکټران ووژل شول او لسگونه نور ټپيان شول.
امريکايي او افغان چاراکو لومړی ادعا وکړه، چې دې روغتون کې يې د طالبانو ټپیان او پايوزان بمبار کړي دي، خو وروسته څرگنده شوه، چې روغتون کې د بمبار پر مهال طالبان نه وو.
د امريکا دفاع وزارت اوس د همدې پېښې په تړاو ۱۲ امريکايي پوځيانو ته له دې امله سزا ورکړې، چې هغوی ډسپلين نه دی مراعت کړی، خو دغه پوځيان مجرمين نه دي بلل شوي.
امريکايي رسنيو ويلي، د همدې سزا له امله به دا دولس کسان ترفيع نه شي کولای او يو لړ نور بنديزونه به هم پرې ولگول شي، همدا راز به يې تنخواوې کمې ورکړل شي.
امريکايي چارواکو له دې پېښې وروسته د تحقيقاتو ژمنه کړې وه، خو د بې پولې ډاکټرانو سازمان بيا بيا د بې پرې تحقيقاتو غوښتنه کړې ده.