روغتيا

د سګرېټ پرېښودو تر ټولو ښه لار

نوې څېړنې ښکاره کوي چې هغه خلک چې يو دمي سګرېټ څښول پرېږدي، هغه د هغو نورو په نسبت ډېر کامیاب دي چې ورو ورو يې پرېږدي.

دغه څېړنه په انګلستان کې د اکسفورډ پوهنتون د تردوکتورا وروسته مرحلې محصل او ليکوال، نيکولا لېنډسن ترسره کړې. هغه وايي چې ډېری خلک په ډې نظر دي چې د سګرېټ پرېښودو تر ټولو ښه لار دا ده چې ورو ورو پرېښودل شي.

خو د نيکولا څېړنې بيا بل څه وړاندې کوي. هغه وايي چې ښه لار دا ده چې يو دمي پرېښودل شي. هغه د ريوټرز له روغتيايي برخې سره په خبرو کې ويلي چې د هغه څېړنو دا ورته ثابته کړې چې يودمي پرېښودل کامياب وي.

نيکولا د خپلې څېړنې له پاره اووه سوه بالغ سګرېټ څښوونکي غوره کړي وو او د دوی له ډلې يې پر ځينو يو دمي سګرېټ څښل منعه کړي وو او پر نورو ورو ورو. د ده د څېړنو پايله ښکاره کوي چې يودمي پرېښودل ګټور دي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button