د حزب اسلامي وروستی دريځ!
اکرام الدين واصل
د سولې په رابطه دا خبره ښه ده، چې هر لوری يو څه نرمي وښيي، يو څه نېک نيتي وښيي، مګر خبره دا ده چې دا نېک نيتي څومره موثره ده؟ د حزب اسلامي دريځ له پخوا څخه د ستايلو دی. کله هم چې د سولې خبره شوې، حزب خپل مثبت غبرګون ښودلای. دوهمه ستاينه يې په دې حق دی چې حزب هغومره سخت غبرګون کې نه دی لکه طالب چې وغواړي په نړېوالو او کابل مېشتو باندې خپل شرايط ومني.
درېم او مهم پواينټ دا دی چې حزب اسلامي له لومړي سره د سياست په موخه څه سرخېل کابل ته راستولي وو. زه خپله دا فکر کوم چې دا کوم خلک کابل کې د حزب دوهم نوم کاروي دوی د حکمتيار صاحب په سيده لارښوونه دلته دي. کابل مېشتي حزبيان بيا له کابل مېشتو طالبانو په دې کې هم توپير لري چې د سنګري او کابلي طالب دريځ ډېر سره توپير نه لري، مګر کابلي حزبيان هغسې زشت چلن نه کوي لکه کوزني حزبيان.
ځينې تحليلونه دا وايي چې د حزب اعلان د پاکستان د ژمنې په اساس شوی. دا تحليل کوښښ کوي چې حزب اسلامي په دې مثبت ګام کې پرېشرايز کړي، مګر زما په فکر دې خبرې ته هوا ورکول په کار نه دي. مخالف لوری بايد پرېږدو چې په عادي ډول خپل سياست پر مخ بوځي. دا چې اوس طالب او حزب دې کې سره پرتله کيږي چې ګواکې طالب په خپل دريځ کې مستقل دی او د پاکستان هيڅ ډول فشار يې ونه مانه او حزب د پاکستان په يوه اشاره خبرو ته حاضر شو، دا پرتلې بې له دې چې د طالب په څېر مخالف ته روحيه ورکړي بله هيڅ ګټه نه لري.
دا تحليل په دې هم کمزوری دی چې حزب اسلامي په اوسني دولت کې په لوړو پستونو حاکم دی. انجنير هلال د سولې په اړه د اشرف غني سلاکار دی نو دې ته هيڅ اړتيا نه شته چې له بل لوري دې په حزب فشار واچول شي. په بل تعبير حزب دلته امريکايانو سره په مستقيمه رابطه کې دی او امکان لري چې د کوم پټ تفاهم په صورت کې د نېک نيتۍ اظهار شوی وي.
اوس که زموږ نفسيات استقلال طلبو ته ډېر ميلان کوي دا بايد په دې باعث نه شي چې د حزب سوله مل موقف کم وښيي.
سياسي هڅې بې نيمګړتيا نه وي، شونې ده حزب هم نيمګړتيا ولري خو دا بايد هېره نه کړو چې حزب هر وخت سولې ته لېوالتيا ښودلې. له هاغه “ملي ميثاق” څخه نيولې تر دا ننه پورې حزب څومره حده پورې د سولې لپاره خپلو موقفونو ته تغيير ورکړی. هغه نظرياتي سياست اوس هسې هم څوک نه کوي. اوس مشهوره ده چې سياست اخري حرف نه لري. په همدې اساس حزب له هماغه وخته تر ننه شېبه شېبه دريځ کې بدلون راولي.
يو وخت يې د سولې لپاره هغه د “ملي ميثاق” نهه مادې پېشنهاد کړې وې، بيا يې هغې کې هم تنازل وکړ. د حزب کوښښ دا و چې سولې ته چاپېريال پيدا شي. اوس دا دی هغه “ملي ميثاق” بيخي نه يادوي او همغې پروسې ته شامليږي چې اشرف غني له درېوو نوورو بهرنيو جهتونو سره په سلا مطرح کړې.
که ريښتيا هم څوک سولې ته لېوال وي هغه دې ته نه ګوري چې خبره بهرني جهت سره ده که داخلي سره بلکې ځان د خبرو ميدان ته رسوي او خپله خبره کوي. د حزب د موقف په رابطه همدومره بس ده چې دا موقف تر اخر حده سولې ته لېوالتيا ښيي. دا چې حزبي موقف د روانې معضلې کچه څومره راټيټولای شي، دا بېل سوال دی.
حزبي موقف ته په دې نظر کتل چې سوله به راولي، ساده ګي ده، مګر موقف په خپله حزب ته ښه دی. حزب به له دې لارې سياسي جرياناتو ته ننوځي. په مخالفت کې حزب ډېر ښه ونه ځلېد ځکه ميدان ترې طالب ونيو خو دلته شايد وځليږي ځکه دوی ته دلته اړتيا ده.
معضله هغه صورت کې د حل لور ته تلای شي چې طالب سره د خبرو ګنجايش پيدا شي. تر هغې چې د طالب د اصولي موقفونو تغيير ممکن نه شي، دلته نړېوالې پروسې بيا د ناکامۍ لور ته ځي. حزب يو څه سياست ته ميلان لري مګر طالب له خپلو نظرياتو پرته بيخي سياست نه مني او فکر نه کوم که طالبي نظريات نړېوالو نظرياتو سره سمی وخوري. مهمه دا ده چې يو څوک له مخالفته لاس واخلي. دا مهمه نه ده چې د نوموړي مخالفت يا موافقت موږ ته څه ګټه لري که نه. حزب که څه هم دې سټيج کې نه دی چې حکومت ته څه ستونزه پېښه کړي يا يې په ملاتړ له کومې سختې وژغوري خو دومره ده د مخالفت يو غږ کميږي او په دې ځانګړي ټايپ کې ځوان کهول د دوی په وجه له افراطي فعاليتونو لاس په سر کيږي. دا مهمه ده.