انټيبيوټيک د اسهال لامل کېږي
نوې څېړنې ښکاره کوي چې د انټيبيوټيک ځينې ډولونه د اسهال مرض لامل ګرځي.
انګرېز ډاکټر الکسندر فلمينګ (1881 – 1955) د شلمې پېړۍ په لومړيو کې انټيبيوټيک کشف کړل او دا کار د نړۍ له سترو اکتشافاتو څخه وشمېرل شول. ځکه تر ۱۹۲۹م کال پورې، ساري ناروغيو په کلنۍ کچه په زرګونو کسان وژل. خو د انټيبيوټيک له رامنځ ته کولو وروسته داسې انګېرل کېده چې د ساري مرضونو په کمولو کې يې رول لوبولی.
هغه مهال د مرګونو اندازې کې هم کمی راغی او د دغه درمل اهميت يې لا ډېر کړ، خو پوښتنه دا ده چې رښتيا هم انټيبيوټيک دومره ګټور دي؟
اصلا ډاکټران ناروغانو ته ځکه د انټيبيوټيک د خوړو لارښوونه کوي، چې دغه درمل مکروبونه او باکتيرياوې وژني. خو ستونزه دا ده، چې دا يومخيز وژل کوي، هم ګټورې باکتيرياوې وژني او هم تاواني. په دغه شکل، د ياد درمل د کارونې له کبله ګټورې باکتيريا هم وژل کېږي او د اسهال ناروغۍ لامل ګرځي.
دغه پنځه ډول باکتيرياوې د انسان پر بدل ډېر منفي تاثير لري:
Group cephalosporins
Penicillins
Tetracycline
Macrolides group
Fluoroquinolones group