شعر
غزل / گل رحمان رحماني
په اشنا که نا اشنا جامه کې راغلې
بيا مې خيال ته د يو چا جامه کې راغلې
موږه دواړه د يوه ګل پر مخ مين وو
زه دې ګرد، ته د هوا جامه کې راغلې
ته چې لاړې زه قيامت ته انتظار وم
دادي بيا د مسيحا جامه کې راغلې
زه به هر ځل د تيارو په سيند کې ډوب وم
مورې ته به د رڼا جامه کې راغلې
انتظار دې د خوږو شېبو قاتل کړم
نه دې درد نه دې موسکا جامه کې راغلې
ژوند مې څه و؟ تسلسل د سپينو اوښکو
ته باران شوې د برېښنا جامه کې راغلې
لا دې سترګو کې پرېوتى غرور ژاړي
دروازې ته که د شاه جامه کې راغلې