روغتيا

مناسب او پر وخت خوب مو ځواني اوږدوي

د بې خوبۍ زيانونه خو به ټولو ته معلوم وي، مگر دا هم ډېر مهم او اړين معلومات دي، چې له بې خوبي ځان ساتل مو له وخت مخکې بوډاتوب څخه ژغوري.

د امريکا هاسپيټل کيس طبي مرکز په خپل وروستي راپور کې ويلي، چې پر وخت خوب او له خوبه په خپل مناسب وخت راپورته کېدل د نورو گټو تر څنگ له وخت مخکې زړښت څخه هم انسان ژغوري.

څېړنه کې راغلي، چې د خوب پر مهال د بدن ضايع شوي حجرات بېرته پوره کيږي او هغه هارمونز په بدن کې بېرته راپيدا کيږي، چې د بوډاتوب مخنيوي کې مرسته کوي.

د څېړنې له مخې د يوې شپې بې خوبي هم د انساني څېرې په جذابيت او صحت ناوړه اغېز لرلای شي.

ياد امريکايي طبي مرکز د متوسط عمر لرونکو ښځو په اړه څېړنه کړې او پايله يې دا راوتې، چې کومې ښځې په لږ خوب عادت وې، دغه ښځې له خپل وخت وړاندې زړې شوي دي.

د دغو ښځو په مخونو کې کږې کرښې، گونجې او سپېره والی پيدا کيږي، چې د بوډاتوب او زړښت نښه ده.

د څېړونکو په اند لږ خوب کوونکي انسانان د نورو ستونزو ترڅنگ کله چې يې بدن کې زخمونه پيدا شي، نو ژر نه جوړيږي او په خپل شخصيت باور کې هم کمزوري وي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button