د سولې ګواښنده غونډې!/ اکرام الدين واصل
د دې غونډو او له دې مخکې د سولې د پروسو جريان ته له اوله ډېره هيله نه کېده. مخکې او وروستی جريان کې عجيبه دا ده چې جګړه مار سوله ګر دي. زه خپله د سولې دې پروسو کې د طالب دريځونه ډېر عالي ګڼم. طالب ښکاره دريځ لري. ځای ښايي، ادرس لري، د مذاکراتو نقاط يې معلوم دي. زموږ بدمرغي دا ده چې حکومت بيخي د طالب موقف اګنور کوي.
مشکل همدلته برسېره کيږي چې حکومت په کلي توګه طالبان سلبِ شان کول غواړي. حکومت غواړي طالب دې ما ته د يو ملامت په توګه کيني، حالانکه طالب لومړی ځان ملامت نه ګڼي او دوهم د امريکا په وجود کې د اشرف غني حيثيت سوال بر انګېز ګڼي.
په سوله کې لومړی قدم همدا دی چې دواړه لوري سره څه نا څه حيثيت ته قايل شي. ما ته شخصا ټوله ملامتي امريکا کې ښکاري. هغه له دې کبله چې امريکا کوتک په لاس افغانستان ته راغله، جګړه يې پيل کړه، زورواکي يې وکړه، همدا د کرزي او غني په څېر خلک يې واکمن کړل، اوس د چړې د طرف په توګه خبرو ته هم نه کيني!!
امريکايان داسې فکر کوي چې خلک لېوني دي، نه پوهيږي. ټولې پړې ته حکومت متوجې کوي، مګر خپله د سوله مل په بڼه هلته او دلته کېني. طالب که سل په سله له خپلې داعيې بدل نه شي، فکر نه کوم چې د هغوی دا تصور دې بدل شي چې مذاکرات دې امريکا وکړي، ځکه امريکا واک لري، جګړه همدوی تپلې.
له کومې ورځې چې د سولې پروسه پيل ده- که هر ځای کې ده- طالب يوه خبره کوي چې د مذاکراتو لوری مې امريکا ده او تر هغې ورسره په مېز نه کېنم چې نيک نيتي ښکاره نه شي. هغه د امريکايانو بشپړ وتل دي، د بنديانو بې قيده خوشې کول دي، طالب مشران له تورلېسته ويستل دي او په طالب مشرانو بهر ته د تلو بنديز پورته کول دي.
اوس که رښتيا هم امريکا يا حکومت سولې ته متعهد وي نو علی الاقل په دې شرطونو خو يو څه خبره په کار ده. که شرطونه د ردکېدو قابل وي هم خپله توجيه دې ووايي او که د منلو وي هم خپل دلايل دې ووايي. دا چې اوس هر څه اصلا رد کيږي دا څرګندوي چې يو لوری هم سولې ته متعهد نه دی.
ما خپله تېره ليکنه کې يوه خبره کړې وه چې لومړی خو د څلورو اړخونو سمتونه سره برابرول غواړي. څلور واړه جهتونه خپل خپل داسې مسايل لري چې يو له بل څخه ډېر لرې کوي. د دوی سمتونه که څه هم بدل وي مګر لږ خو سره نږدې کول غواړي. هغه په دې دليل چې څلور واړه خواوې خپل خپل سمت طالب ته رسوي خو هر يو بيا خپل خپل حل غواړي. دوی هيڅ داسې مشترک حل نه لري چې ټول ورباندې متفق شي او په يوه خوله خبره وکړي. چين ته ايغور مهم دی، امريکا ته د طالب والقاعدې په شمول چين او پاکستان هم مهم دي، پاکستان ته د افغانستان او امريکا خوشنودي مهمه ده او افغانستان ته دا مهمه ده چې څنګه خپل حيثيت اعاده کړي او د مشروع حکومت په بڼه يې مخالف لوری ومني.
موضوع يواځې په نه دې حل کيږي چې پاکستان همدومره وکړي چې افغانستان او امريکا سره سترګې مخ کړای شي او سوال يې ځواب کړي. نه په دې حل کيږي چې د افغانستان معضله کې امريکا چين او پاکستان او طالب او القاعده ټول څملوي. دلته يو څه دقيق تمرکز هم په کار دی او يو څه په يو سمت تلل غواړي نو يو څه به د سولې په لور ګامزن يو.
که د سولې په نوم همداسې د حيثيتونو جګړه روانه وي او ګواښونه سره تبادله کيږي، هيڅ لوری به ګټه ونه کړي او هيڅ لوری به حثيت تر لاسه نه کړي. زما تجويز دا دی چې يو ځل طالب او امريکا سره پرېښودل شي چې څه ترې جوړيږي. دا پروسه چې روانه وساتل شي يو څه ترې د حکومت لپاره هم راوځي.
که يو حقيقت سره روښانه ووايو. که امريکا نه وي زموږ دولت څه کولی شي؟ طالب په دې کې بيخي ريښتونی دی چې هر څه د امريکا لاس کې دي، اوس که امريکا وروسته کيږي او دولت ته د حيثيت د ګټلو ميدان پرېږدي مانا همدا ده چې امريکا د ناندرو ميدان تود ساتل غواړي او “ټو ده پواينټ” خبره بيخي مطرح نه ده. تر هغې چې خبره له حيثيت ګټلو ريښتينې ناستې ته نه وي اوښتې فکر نه کوم که دا وړۍ شړۍ شي.
د حيثيتونو په دې مقابله کې چې افغانستان څومره کوښښ وکړ چې طالبان پر پاکستان ورواړوي او داسې صورت برابر کړي چې طالبان د پاکستان په خوله د پاکستان زړه کې دوی سره کېنوي؛ دولت هيڅ کامياب نه شو. طالب له دې امتحانه روغ ووت، خو اوس به زموږ حکومت څنګه او په کومه خبره کې ځان سپينوي چې دوی خپله خبره لري، د امريکا خبره ورسره بيخي مطرح نه ده!