گريشک ولسوالۍ کې پر دولتي تاسيساتو هممهاله بريدونه روان دي
د هلمند ولايت د گريشک ولسوالۍ پر مرکز، امنيه قوماندانۍ او لږ تر لږه دوه نورو سيمو کې پر دولتي تاسيساتو او امنيتي پوستو بريدونه روان دي، چې ويل کيږي په يوه سيمه کې ځانمرگی بريد کوونکي يوې ودانۍ ته ننوتلي او له هغه ځايه ډزې کوي.
د تفصيلاتو له مخې د گريشک د ولسوالۍ مرکز سره نږدې يوې ودانۍ ته وسله وال ننوتلي او د ودانۍ پر مرکز بريدونه کوي، دغه راز د امنيه قوماندانۍ څخه درې سوه متره لرې په يوه ودانۍ هم هم ډزې اورېدل کيږي.
د ولسوالۍ شمال لور ته د منار دشت په سيمه کې پر يوه پوسته خونړۍ جگړه روانه ده، چې د نوزاد او موسی کلا ولسواليو پر عمومي سرک پرته او مهمه امنيتي پوسته بلل کيږي.
د ولسوالۍ په بازار کې د بغرا په نوم سيمه کې هم په يوه ودانۍ کې د ډزو اوازونه اوريدل کيږي.
د گريشک ولسوالۍ چارواکي وايي، چې دا بريدونه سهار راهيسې په همماله توگه روان دي.
طالبانو د يوې خبر پاڼې په خپرولو د دغو بريدونو پړه منلې ده.
د طالبانو له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې په دغو همماله بريدونو کې امنيتي ځواکونو او دولتي چارواکو ته مرگ ژوبله اوښتې ده.