خبرونهسلايډ

امریکايي چارواکي: «پر عراق برید کې ایران زموږ ملگری وو»

د بوش د ادارې پخوانی لوړ پوړی چارواکی «زلمی خلیلزاد» په خپل ناچاپ شوي کتاب «لېږل شوې» کې لیکي چې له ۲۰۰۳م کال دمخه مو له ایران سره د څه غوښتنو په اړه اړیکې نیولې وې چې له دوی سره یې مطرح کړو. دغه غوښتنې د کتاب له چاب دمخه د نیویارک ټایمز ورځپاڼې خپاره کړي دي.

خلیلزاد عراق، افغانستان او ملگروملتونو ته د امریکا له لوري لېږل شوی استازی وو. د نیویارک ټایمز د راپور له مخې چې د خلیلزاد له کتاب یې ورکوي داسې کاږي: «موږ له ایران څخه غوښتنه وکړه چې که امریکايي الوتکې د ایران فضا ته دننه شي نو دوی دې د راپرزولو هڅې نه کوي». خلیلزاد همدارنگه کاږي چې موږ هیله‌مند وو چې ایران عراقي شیعه‌گان دېته تشويق کړي چې په راتلونکي عراقي دولت کې برخه واخلي.

خلیلزاد لیکي چې د سپینې ماڼۍ له اجازې وروسته ما دغه غوښتنې په ملگرو ملتونو کې د ایران د وخت له استازي جواد ظریف سره مطرح کړې او وروسته بیا په سویس کې د دې غوښتنو په اړه مو سره اوږدې غونډې وکړې چې تر دې دمه د رسنیو له کامرو پټ ساتل شوي دي.

خلیلزاد وايي چې ظریف له موږ غوښته چې د عراق له سقوط وروسته د بعث د گوند ټول پخواني غړي باید له دندو لیرې کړل شي او غوښتل یې چې د عراق امنیتي ادارې باید له سره جوړ کړل شي.

په ۲۰۰۳م کال کې د امریکايي ځواکونو له لوري د عراق له نیولو وروسته د امریکا او ایران گټې په عراق کې سره شریکې وې. امریکایانو د عراق له نیولو وروسته د حکومت ټولې چارې شیعه ډلو ته وسپارلې چې له امله یې د سني او شیعه تر منځ خونړۍ شخړې رامنځته شوې.

 

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button