بهرنيو اړيکو کې د پاکستان د لومړي وزير سلاکار سرتاج عزيز خبر ورکړی، چې تر راتلونکو دوو اوونيو به د افغان حکومت او وسله والو طالبانو تر منځ نېغ په نېغه د سولې خبرې پيل شي.
نوموړي زياته کړې ده، د افغانستان د سولې بهير اسان نه دی خو دوی هيلهمن دي، چې دغه خبرې به ژر پيل شي.
د سولې څلور اړخيزې کمېټې کابل کې د خپلې وروستۍ غونډې پر مهال وويل، د مارچ لومړۍ اوونۍ کې به طالبانو سره د نېغ په نېغه خبرو ځای او نېټه په گوته شي. پاکستان له هغه وروسته وويل، له طالبانو يې غوښتي، چې د سولې روان بهير ته ورگډ شي.
خو وسله والو طالبانو څو ورځې وړاندې رسنيو ته وويل، چې د سولې د څلورمې ناستې په اړه خبر نه دي.
د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت په عين وخت کې ويلي، چې طالبانو سره د مخامخ خبرو د نېټې پر ټاکلو بحث روان دی او په راتلونکې اوونۍ کې به دا ناسته ترسره شي.
دا په داسې حال کې ده، چې ځينو بهرنيو رسنيو د ولسمشر غني د سلاکار (قطب الدين هلال) له خولې ويلي، چې ولسمشر غني په دې اړه د طالبانو ډېرې غوښتنې منلې دي. خو له افغانستانه د بهرنيو ځواکونو بشپړ وتل لا هم هغه موضوع ده، چې طالبان پرې ټينگار کوي، خو حکومت يې پاتې کېدل غواړي.