افغانستانسلايډ

سراب ولسوالۍ طالبانو نيولې ده

وسله والو طالبانو د روزگان ولايت سراب موقته ولسوالۍ نيولې ده. د روزگان چارواکي وايي، له سراب ولسوالۍ يې تکتيکي شاتگ کړی دی، خو طالبان دا خبره ردوي او وايي، چې ټوله چارچينو ولسوالۍ يې نيولې ده.

د روزگان چارچينو ولسوالۍ اوسمهال دوه برخې ده، چې چارچينو يې دايمي او سراب يې موقته هغه ده.

د چارچينو امنيه قوماندان ولي داد پژواک سره خبرو کې د طالبانو ادعا رد کړې ده، هغه وايي امنيتي ځواکونه له سراب ولسوالۍ په تکتيکي ډول وتلي دي او ځينې پوستې يې پريښې دي. د ولي داد په وينا د سراب ولسوالۍ پوستې يې اولمباغ سيمې ته لېږدولې دي.

خو طالب وياند قاري يوسف احمدي رسنيو ته استولې خبرپاڼه کې څرگنده کړې ده، چې چارچينو يې په بشپړ ډول نيولې ده او د نښتې پر مهال يې د پوليسو او عسکرو پينځه رېنجر موټران او ديارلس ټانکونه له منځه وړي دي. هغه نښته کې د لسگونو امنيتي ځواکونو د وژلو ادعا هم کړې ده.

خو د چارچينو چارواکي وايي، طالبانو سره يې هيڅ نښته نه ده رامنځته شوې.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button