افغانستانسلايډ

ايراني پوله ساتو ځواکونو څلور افغانان وژلي

د پاکستان او ايران تر منځ پر پوله باندې ايراني پوله ساتو ځواکونو پر يوه ډله افغانانو ډزې کړې دي، چې له امله يې څلور تنه وژل شوي او درې نور ټپيان دي. د وژل شويو کسانو جسدونه نن خاورو ته سپارل شوي دي.

د وژل شويو افغانانو د کورنيو غړو ويلي، ايراني پوله ساتو ځواکونو پر دوی هغه مهال ډزې وکړې، چې دوی په غير قانوني ډول د ايران خاورې ته د ننوتو په حال کې وو. هغوی زياته کړه، وژل شوي کسان د غريبۍ او بې‌کارۍ له امله ايران ته روان و. دوی ټول د تخار اوسېدونکي وو.

د تخار والي سنت الله تيموري د پېښې پخلی کړی او زياته کړې يې ده، چې د ټولو وژل شويو کسانو مړي افغانستان ته نه دي وروړل شوي. نوموړی وايي، ايران پخوا هم گڼ شمېر افغانان په ورته ډول وژلي دي.

دا په داسې حال کې ده، چې ايران د هغو افغانانو يو ستر شمېر د سوريې جگړې ته هم استوي، کوم چې ایران کې دي. د راپورونو پر بنسټ تر دې دمه زرگونه افغان شيعه گان د ايران له لارې سوريې ته د بشار الاسد په ملاتړ جگړه کې گډون لپاره تللي دي. ايران دغو ټولو افغانانو ته مياشتينی معاش ورکوي. د لسگونو دغو افغانانو جسدونه تر دې دمه ايران ته راوړل شوي او خاورو ته سپارل شوي دي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button